د کندهار د انارخرڅلاو ولې کم شوی دی؟
د افغانستان په کندهار ولایت کې کروندګر وايي چې د پاکستان لخوا د ټېکسونو زیاتېدو له امله یې د انارو خرڅلاو کم شوی دی. دوی زیاته کړې چې پاکستان د تېرکال پرتله سږکال په تازه میوو ټېکسونه ډیر زیات کړي دي. کروندګر د ټېکسونو زیاتېدو ترڅنګ د ګرمۍ له وجې هم د انارو د فصل د خرابېدو شکایت کوي. انیسې اجمل په دې اړه د فرانس پرېس اژانس له ویډیو څخه راپور جوړ کړی دی.