د خیبر پښتونخوا ګورنر وفاقي حکومت خبرداره کړی چې که په صوبه کې يې امن بحال نه شو نو ترهګري به پنجاب ته ورسېږي.
فیصل کريم کونډي د اکتوبر پر ۳۰مه په پېښور کې په يوه خبري غونډه کې تور پورې کړ چې په صوبه کې د تحريک انصاف حکومت د امن بحالولو لپاره "هېڅ نه کوي" نو ځکه دي وفاقي حکومت امنيت سم کړي. هغه زیاته کړه چې په دې اړه به د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ته يو رسمي ليک هم استوي.
تېره اونۍ د پاکستان کورنيوو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې منلې وه چې په خیبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ لمن پراخه شوې ده. خو هغه زیاته کړه چې پوځ په بېلابېلو ځايونو کې په هدفي عملياتو سره د امن راوستلو هڅه کوي.
د يادونې ده چې د فیصل کريم کونډي ګوند، پيپلز پارټۍ په وفاق کې له مسلم ليګ (ن) سره شريک حکومت لري. خو هغه په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ د زیاتېدو تورد صوبې پر اعلا وزیر عليامين ګنډاپور پورې کړ. کونډي د خبري غونډې په مهال وويل چې ګنډاپور امنيت له پامه غورځولی او د تحريک انصاف جلسو ته یې ترجيح ورکړې ده.
ګنډاپور تازه په دې اړه څه نه دي ويلي. خو تېره اونۍ یې په پېښور کې په يوه غونډه کې د وينا په وخت وويل چې د خپلو وسايلو مطابق یې پولیس د ترهګرۍ مقابله کوي. هغه البته پر وفاق نيوکې وکړي چې په پاکستان کې د امن په بحالۍ کې پاتې راغلی او امنيتي ادارې بايد نورې موثره کړل شي.
په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي چې پکې ګڼو پولیسو او نورو سرتېرو، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، فعالانو، حکومتي کارکوونکو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
تازه پېښه د اکتوبر پر ۳۰مه په بنو کې شوې چې د پاکستان پوځ په وینا، په نښته کې درې سرتېري او ۸ وسلوال وژل شوي دي. د دې ترڅنګ تېره اونۍ هم د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې په یو لړ حملو کې د امنیتي سرتېرو په ګډون تر ۲۵ زیات کسان وژل شوي دي.
په هغو ضلعو کې د ناامنۍ پر ضد پراخې مظاهرې، لاریونونه، جلسې او جرګې شوې دي او تازه د بنو ضلعې د سوداګرو ټولنې د اکتوبر پر ۲۲مه د ناامنۍ پرضد پرلت وواهه چې لا هم دوام لري. تر دې یوه ورځ مخکې د سوداګرو ټولنې په بنو کې د "امن پاڅون" په نوم لاریون وکړ چې پکې په زرګونو کسانو برخه واخیسته.