د موبایل اېپ د کراچۍ خلکو له رشتې لټوي
په پاکستان او په تېره بیا په کراچۍ ښار کې بېلا بېلو ادارو او خلکو داسې موبایل اپلیکېشنونه جوړ کړي دي چې پرې یوشمېر کورنۍ د هلک یا نجلۍ لپاره رشته ګوري. د یاد ښار ځیني اوسېدونکي وايي چې پخوا به یې د رشتو لټونکو مېرمنو په مرسته رشتې لټولې خو اوس د هغو موبایل اېپونو له لارې یې کار اسانه شوی دی. خو د کراچۍ یوشمېر اوسېدونکي دا هم وايي چې ځیني خلک د رشتو لپاره استعمالېدونکو موبایل اپلیکېشنونو ته په ښه نظر نه ګوري. نور حال د فرانسې خبري اژانس له ویډیو په جوړ شوي دې راپور کې.