د لاسرسي ځای

تازه خبر

تېره میاشت له ایرانه ۲۳۰،۰۰۰ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي


ملګري ملتونه وایي په وروستیو کې په ایران کې پر افغان کډوالو فشار زیات شوی دی ـ پخوانی انځور.
ملګري ملتونه وایي په وروستیو کې په ایران کې پر افغان کډوالو فشار زیات شوی دی ـ پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان وايي چې په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۲۳۰،۰۰۰ افغانان له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

سازمان د اکتوبر پر درېیمه په یو رپورټ کې وویل چې له هغو څخه یې ۴۳ سلنه افغانان په زور له ایرانه لېږدول شوي دي.

راپور وايي چې په وروستیو کې په ایران کې پر افغان کډوالو فشار زیات شوی دی او وخت په وخت پر ټولنیزو شبکو له هغوی سره د ناوړه چلند ویډیوګانې خپرېږي.

یوشمېر افغانانو تېره میاشت هېواد ته په ستنېدو اژانس فرانس پرېس ته ویلي ول چې ایراني چارواکي ورباندې تشدد کوي او هغه کسان هم باسي چې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

خو ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي ول چې افغانان "په ډېر عزت" هېواد ته لېږدوي. د ایران د امنیتي ځواکونو عمومي قومندان احمد رضا رادان تېره میاشت ویلي ول چې د ۲۰۲۵ز کال د مارچ تر پایه به دوه مېلیونه بې اسناده افغانان له هېواده وباسي.

XS
SM
MD
LG