د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: په قبايلي سيمو کې وسلوال "ازاد فعالیتونه" کوي


مولانا فضل الرحمن په وار وار په قبايلي سيمو کې د وسلوالو په فعالیتونو اندېښنې ښوولې. پخوانی انځور
مولانا فضل الرحمن په وار وار په قبايلي سيمو کې د وسلوالو په فعالیتونو اندېښنې ښوولې. پخوانی انځور

مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د سېپټمبر پر ۲۹مه په پېښور کې له هغه وروسته خبري غونډې ته وکړې چې ګوند يې نوموړی د راتلونکو پينځو کالونو لپاره خپل مشر وټاکه.

د جمعیت علما اسلام (ف) مشر وايي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وسلوالې ډلې په "ازاده توګه فعالیتونه" کوي.

مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د سېپټمبر پر ۲۹مه په پېښور کې له هغه وروسته خبري غونډې ته وکړې چې ګوند يې نوموړی د راتلونکو پينځو کالونو لپاره خپل مشر وټاکه.

په خیبر پښتونخوا کې د وسلوالو فعالیتونو د خلکو پر ژوند څه اغېز کړی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:17 0:00

هغه پر دې مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پر امنیتي حالاتو خپلې اندېښنې تکرار کړې.

"دا وخت د قبایلي ضلعو ولس مظلوم دی، هم دا حالت په بلوچستان کې دی. زموږ هم ډېر خلک لادرکه دي او هم داسې په بلوچستان کې ورک دي، دا د دوی تر ټولو لویه مسله ده. ناامني ده او وسله وال خلک هر ځای ازاد دي."

مولانا فضل الرحمن تر دې وړاندې په وار وار په خیبر پښتونخوا په خاصه توګه په قبايلي ضلعو کې د وسلوالو په فعالیتونو اندېښې ښوولې او حکومت يې تورن کړی چې په مخنيوي يې د ده په دعوه، پاتې راغلی دی.

د پاکستان د پخواني وزيراعظم اندېښې

بل پلو د پاکستان پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم پرون په پېښور کې خبري غونډې ته په وینا کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پر امنیتي حالاتو اندېښنه وښودله.

خاقان عباسي پر حکومت غږ وکړ چې د خيبر پښتونخوا د ولس ستونزې دې هوارې کړي
خاقان عباسي پر حکومت غږ وکړ چې د خيبر پښتونخوا د ولس ستونزې دې هوارې کړي

نوموړي وویل، حکومت باید پر وخت د دې صوبو د ولس ستونزې هوارې کړي ګني نو د ده په وینا، بیا به پښېمانه وي.

د پاکستان وفاقي او د یادو صوبو حکومتونو که څه هم د مولانا فضل الرحمان او شاهد خاقان عباسي څرګندونو ته لا ځواب نه دی ویلی خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي چې دوی د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او د وسله والو پرضد یې هدفي عملیات دوام لري.

د پاکستان پوځ له ۲۰۰۲ کال راهیسې څو ځل په قبايلي سيمو کې پوځي عمليات کړي دي. د دې عملياتو او وسله والو سره د نښتو له وجې په لکونو خلک بې کوره شوي دي.که څه هم پوځ ويلي چې په دغو عملياتو کې یې ګڼ وسله وال وژلي خو اوسمهال د خیبرپښتونخوا بېلابېلو سیمو قومي مشرانو د جرګو او جلسو له لارې حکومت ته خبرداری ورکړی چې وسله والو بیا فعاليتونه پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG