د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بر جنوبي وزیرستان کې احتجاجي پرلت د چارواکو تر ډاډ وروسته پای ته رسېدلی دی


د مکین سیمې خلکو د بې پیلوټه الوتکو او څارګرو کیمرو پرضد پرلت پیل کړی وو ـ پخوانی انځور.
د مکین سیمې خلکو د بې پیلوټه الوتکو او څارګرو کیمرو پرضد پرلت پیل کړی وو ـ پخوانی انځور.

په بر جنوبي وزیرستان کې د مکین سیمې مشرانو له حکومتي او پوځي چارواکو سره تر مذاکراتو وروسته احتجاجي پرلت پای ته رسولی دی.

د سیمې خلکو هغه ناسته د پوځ د بې پیلوټه الوتکو، څارګرو کیمرو او پر کورونو د چاپو او مرمیو ویشتلو په اړه د اندېښنو له وجې پیل کړې وه.

په پاکستان کې قانون پلي کوونکو او امنیتي ادارو په بېلابېلو ځایونو کې د امنیت او د وسلوالو بریدونو د مخنيوي لپاره کې څارګرې کیمرې لګولې دي، خو د بر جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې هغو کیمرو او د ډرون الوتکو کارولو د خلکو د شخصي حریم او پردې لپاره ستونزې جوړې کړې دي.

د سیمې ځینو مشرانو د سېپټېمبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې انتظامي او پوځي چارواکو ورته باور ورکړی او په لیکلې بڼه یې ژمنه کړې چې د کاروایو پر مهال به پوره احتیاط کوي چې د ولسي وګړو کورونه په نخښه نه شي.

د مکین یو ځايي مشر ملک ریاض مسید مشال راډیو ته وویل چې ۱۰ کسیزه کمېټۍ له انتظامي او پوځي چارواکو سره ولیدل او غوښتنې یې ومنل شوې. "داسې معاهده وشوه چې داسې کاروايۍ به نه کېږي چې پکې د عامو خلکو کورونه په نخښه شي، ډرون کیمرې وګرځي یا بریدونه وکړي او یا مارټر ګولۍ وویشتل شي. دغه پرېکړه پر کاغذ لیکل شوې ده چې [ورباندې] اسېسټنټ کمېشنر (انتظامي مشر) او [ولسي] مشرانو دستخطونه وکړل. تر دې وروسته مو احتجاجي ناسته ختمه کړه."

ضلعې انتظامي او پوځي چارواکو د مکین له پرلتوالو سره د شوې لیکلې موافقې په اړه څه نه دي ویلي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG