د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند حکومت د مذهب سپکاوي په تور د یو ډاکټر وژل کېدو په اړه پلټنې کوي


د سیند پولیسو سرتېري په کراچۍ کې د دندې په مهال ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
د سیند پولیسو سرتېري په کراچۍ کې د دندې په مهال ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

سیند حکومت د مذهب سپکاوي په مقدمه کې د تورن ډاکټر د پولیسو په مقابله کې وژلو د پېښې نوټس اخیستی دی او سمدستي یې د میرپورخاص د پولیسو مشر ډي ای جي، اېس اېس پي، او اېس اېچ او په ګډون یو شمېر پولیس افسران د لنډ وخت لپاره د کار څخه لېرې کړي دي.

حکومت د پېښې د پلټنو لپاره د پولیسو افسرانو څلور کسیزه کمېټه جوړه کړې ده، چې په اووه ورځو کې به پلټنې کوي. د سیند صوبې د کورنیو چارو وزیر ضیاالحسن لنجار په اسمبلۍ کې وویل چې د پولیسو په بند کې د ډاکټر شاهنواز وژنه په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده او د پلټنیزې کمېټې سپارښتنې به عملي کوي.

د بشري حقونو فعالانو او د واکمن پیپلز ګوند اسمبلۍ غړو د ډاکټر شاهنواز په وژنه پوښتنې راپورته کړې دي. د پاکستان پیپلز ګوند غړي او د تعلیم وزیر سید سردار شاه په اسمبلۍ کې ویلي، ډاکټر شاهنواز د مقدمې جوړېدو او د قهرجنو خلکو له وېرې کراچۍ ته تښتېدلی وو او په یوه رېسټورانټ کې پټ وو. په ټولنیزو رسنیو یې خپل د سپیناوي ویډیو خپره کړې وهو او ځان یې پولیسو ته سپارلی وو.

بلخوا د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون له حکومته د یادې پېښې په اړه د عدالتي کمېسیون جوړولو او په پېښه کې ککړو پولیس افسرانو پر ضد د مقدمې درج کولو غوښتنه کړې ده.

د میرپورخاص پولیسو اېس اېس پي، کېپټن ریټایرډ اسد علي چوهدري ویلي وو چې د مذهب سپکاوي په مقدمه کې تورن ډاکټر شاهنواز د سېپټېمبر پر ۱۸مه د شپې مهال له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی. په ډاکټر شاهنواز تور وو چې په فېسبوک یې د مذهب د سپکاوي مواد خپاره کړي دي.

عمرکوټ پولیسو د سېپټېمبر په ۱۷مه د ځایي جومات امام صابر علي سومرو په مدعیت کې د ډاکټر شاهنواز پر ضد د مذهب سپکاوي مقدمه درج کړې وه.

په سیند اسمبلۍ کې د غونډې پر مهال د پاکستان پیپلز ګوند غړي سید سردار شاه بیا ویلي، ډاکټر شاهنواز د قهرجنو خلکو له وېرې ځان پولیسو ته سپارلی وو.

هغه وویل"ما په دې اړه د یو اېس اېس پي سره خبرې وکړې او ورته مې خواست وکړ چې هغه ونيسي او په کراچۍ کې په یو خوندي ځای کې وساتي او عدالت ته یې وړاندې کړي. که تورونه پرې ثابت شي، نو عدالت به ورته سزا ورکړي. وروسته مې خبر واورېد چې ډاکټر شاهنواز له کراچۍ د میرپور خاص پولیسو له ځان سره بوتلی. بیا څنګه ډاکټر شاهنواز د پولیسو سره په مقابله کې ووژل شو؟ او بیا خبر راغی چې په میرپور خاص کې د پولیسو مقابله شوې ده."

سردار شاه وویل، ډاکټر شاهنواز د دیندارې کورنۍ سره تړاو لرلو او پلاریې تېر کال د حج فریضه هم ادا کړې وه. نوموړي زیات کړې چې ډاکټر شاهنواز ذهني ناروغ و او له ۲۰۲۰ز کال راهیسې یې په کراچۍ لياقت روغتون کې درملنه روانه وه.

په سند اسمبلۍ کې د پیپلز ګوند، متحده قومي موومنټ پاکستان غړو او د عمرکوټ ځایي خلکو په وینا، د ډاکټر شاهنواز مړی په پلرني ټاټوبي عمرکوټ کې هم قهرجنو خلکو ښخولو ته نه دی پرېښودلی او د هغه د کورنۍ او پولیسو نه یې د هغه جسد په زور اخیستی او سوځولی یې دی او د دې وروسته سوځېدلي هډونه خاورو ته سپارل شوي دي.

د پولیسو لخوا د ډاکټر شاهنواز په وژنه بیا په ټولنیزو رسنیو هم مدني فعالانو سختې نیوکې کړې دي او هغه وژنه یې ماورای عدالت، د بشري حقونو سرغړونه، او پولیسو مقابله یې جعلي بللې ده. د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم د پولیسو لخوا د ډاکټر شاهنواز په وژنه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

په پاکستان کې په بېلابېلو وختونو کې د مذهب د سپکاوي په تورونو کې ډېر کسان وژل شوي دي. د سېپټېمبر پر ۱۲مه، د بلوچستان په سرښار کوټه کې يو پولیس سرتېري د مذهب پر سپکاوي تورن ۵۲ کلن عبدلعلي په تاڼه کې وواژه.

له دې وړاندې، د جون په ۲۰مه، د خیبر پښتونخوا د سوات په مدین کې پارېدلو کسانو له سیالکوټ څخه ورغلی یو سیلانی د مذهبي مقدساتو سپکاوي په تور وژلی وو.

په پاکستان کې د مذهب سپکاوي قانون خورا جدي او حساسه موضوع ده. د پاکستان جزایي قانون(پاکستان پېنل کوډ) لاندې، د مذهب سپکاوي په تورونو کې تورن کسانو ته د اعدام سزا هم ورکول کېږي. دا قوانین په ۱۹۸۰مو کلونو کې سخت شول او د مرګ سزا یې لازمي کړه. له ۱۹۸۶ز راوروسته سلګونه کسان د دې تورونو لاندې نیول شوي دي.

تر اوسه، هېڅوک په رسمي توګه د دې قانون له مخې اعدام شوي نه دي، خو د محاکمې وړاندې او یا د محاکمې پر مهال په ګڼو پېښو کې تورن کسان وژل شوي دي. له ۱۹۹۴ څخه تر ۲۰۲۳ز کال پورې لږ تر لږه ۹۴ کسان د مذهب سپکاوي په تور د قهرجنو خلکو له خوا وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG