د لاسرسي ځای

تازه خبر

جماعت اسلامي د قبایلو د حقونو او امن لپاره جرګه کوي


د قبایلو د یوې جرګې انځور: له ارشیفه
د قبایلو د یوې جرګې انځور: له ارشیفه

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د نا امنۍ او نورو مسلو په اړه د بحث لپاره جرګه بللې ده.

دا اعلان د حقوق قبایل تنظیم مشر او د جماعت اسلامي یو مخکښ شاه فیصل اپرېدي د سېپټېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال کړی دی.

نوموړي ویلي چې دا جرګه به د سېپټېمبر پر ۲۵مه په پېښور کې وي او دوی پکې د قبایلي سیمو سیاسي او قبایلي مشرانو ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

شاه فیصل اپرېدي وړاندې وویل چې په دې وروستیو میاشتو کې په قبایلي سیمو کې ناامني لا زیاته شوې ده: "اوس له خلکو بتې اخیستل کېږي، هدفي وژنې دي، کورونو ته خلک ورځي، وسله والې ډلې په عام بازار کې ګرځي، څوک هیڅ نه ورته وایي. او برعکس د دې وسله والو پرضد په عملیاتو او بمباریو کې عام ولس ته زیان رسېږي."

نوموړی وايي، همدې ته په کتو جماعت اسلامي ګوند مجبوره شو چې دا خبره ولسي کړي او د مسلې د یو حل د موندلو لپاره لویه جرګه راوغواړي. نوموړی وايي دا جرګه به د پېښور په دله زاک روډ کې ترسره کېږي.

بل پلو د تحریک حقوق قبایل جنرل سکرتر نوید مومند مشال راډیو ته وویل کله چې پخوانۍ فاټا له خیبر پښتونخوا سره ضم کېده نو له قبایلي ولس سره ډېرې وعدې شوې وې خو په هغو وعدو عمل نه دی شوی: "قبایلو ته سهولتونه نه دي ورکړل شوي، بلکې د هغوی په برخه جنګونه، ترهګري، بدامني او مایوسي رسېدلې ده. موږ به په دې جرګه کې د قبایلو حقونه غواړو. دا جرګه به د قبایلو لپاره د امنیت، ترقۍ، د بقا او سلامتۍ علامت ګرځي."

نوموړي زیاته کړه چې قبایل پوځي عملیات نه غواړي، پرامنه خلک دې او په سوله يیزه توګه ژوند تېرول غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ هم پر ورته موضوع د اکتوبر پر ۱۱مه په خیبر کې د قامي عدالت په نامه تر دې د پراخې جرګې اعلان کړی دی.

پشتین د هغې غونډې اعلان د جولای پر ۱۲مه د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کې د غورځنګ د یو مخکښ ګیله من وزیر په جنازه کې ورغونډو شويو زرګونو کسانو ته په وينا کې کړی وو.

د پشتين په مشرۍ نماينده پلاوي هغې جرګې ته د بلنې لپاره د بېلا بېلو سياسي او مذهبي ګوندونو د مشرانو تر څنګ له يو شمېر نورو کسانو سره هم ملاقاتونو ته دوام ورکړی دی.

بلخوا د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکي وايي چې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر وايي چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG