د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د بارانونو او اور لګېدو په پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي دي


په پېښور کې یوه باراني ورځ ـ پخوانی انځور.
په پېښور کې یوه باراني ورځ ـ پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا کې په بېلا بېلو پېښو کې د باران، تندر پرېوتو او اور لګېدو په پېښو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وایي، په چارسده کې د تېز باران له وجې د یو کور چت پرېوتی دی. په پېښه کې د یوې کورنۍ پینځه کسان وژل شوي دي.

د چارسدې ضلعې د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ترمخه، پېښه د سېپټېمبر پر ۱۳مه د ترنګزی په خټ کورونه کلي کې د شپې مهال شوې چې پکې ساجد نومي تن، د هغه میرمن او درې بچیان وژل شوي دي.

د ژغورنې اداره وایي، په دیر ضلع کې د باران په مهال د تندر پرېوتو له وجې یو تن وژل شوی دی.

د مردان پېښه

بل لور ته په مردان کې د اور لګېدو په پېښه کې پینځه کسان وژل شوي دي.

د ژغورنې ادارې چارواکي وایی د سېپټېمبر په ۱۳مه د شپې ناوخته په بونیر - رستم سړک واقع د باغ جبران په نامه غریزه سیمه کې په یو کور اور کې ولګېد چې له امله یې هلته میشت پینځه کسان ووژل شول.

د سیمې خلک وایي په هغه ځای تندر پریوتې چې له امله یې اور لګېدلی خو د ژغورنې ادارې چارواکي وایي چې تراوسه دوی ته مالومه نه ده چې د اور لګېدو وجه څه وه.

له تېرو څو کلونو راهیسې بارانونو په پاکستان کې، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د طبیعي ناورینونو د نظم صوبایي اداره (پي ډي اېم اې) وایي چې سږ کال د جولای له لومړۍ د سېپټېمبر تر ۱۴مې د بارانونو او سېلابونو له وجې په خیبر پښتونخوا کې ۱۰۷ کسان وژل شوی دي او ۱۴۶ ژوبل شوي دي. په دې موده کې بارانونو او سېلاب له ۱۱۰۰ څخه زیاتو کوورنو ته هم تاوان رسولی دی.

په خیبر پښتونخوا کې سږ کال د پشکال بارانونو او تر هغې مخکې بې وخته بارانونو د مرګژوبلې تر څنګ مالي تاوانونه واړول.
د روان ۲۰۲۴ کال کې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۰مې پورې په خیبر پښتونخوا کې ۳۲ ضلعې د بارانونو او سېلابونو له کبله اغېزمنې شوې، چې له امله یې ۴،۶۰۸ زیربناوې زیانمنې شوې. د دې پېښو له کبله ۸۶ کسان وژل شوي او ۵۶۱ څاروي هم له مینځه تللي دي. د اپرېل په میاشت کې تر ټولو زیات باران په بر دیر کې وشو، چې کورونو، ځمکو او سړکونو ته یې پراخ زیانونه واړول او د ځمکو ښوېدنې پېښې وشوې.

XS
SM
MD
LG