د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوداګر: د راجګل کډوالو پرلت له امله د افغانستان او پاکستان تجارت اغېزمن شوی


د پرلت له امله افغانستان ته تلونکي ګاډي ولاړ دي ـ د سېپتېمبر څلورمې انځور.
د پرلت له امله افغانستان ته تلونکي ګاډي ولاړ دي ـ د سېپتېمبر څلورمې انځور.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي چې د تیرا د راجګل کډوالو له تېرو دوو اونیو راهیسې د خیبر درې لاره تړلې ده چې له وجې یې د دواړو هېوادونو ترمینځ تجارت سخت اغېزمن شوی دی.

د سوداګرۍ ګډې خونې سلاکار ډاکتر مخلص احمد د سېپټېمبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې مال لېږدوونکي ګاډي د خیبر درې عمومي سړک پر ځای د شلمان له لارې تګ راتګ ته مجبور شوي دي.

هغه وویل "زموږ ټرانزېټ [تجارت] مطلق بند دی. د پاکستان صادرات او د افغانستان صادرات په ډېر مشکل د شلمان له لارې، چې ورسره تقریباً پینځه یا شپږ ساعته فاصله هم زیاتېږي او ډېره خطرناکه لاره ده [چې ورباندې] هره ورځ یوه یا دوه لارۍ چپه کېږي، [روان دي]. د دې ترڅنګ دا [محدودیتونه] د مالونو د خرابېدو باعث شوي دي."

د افغانستان د مېوو او سبزیو سوداګر وايي چې د لارې بندېدو له وجې مالي زیانونه ګالي.

د تیرا د راجګل کډوالو له ۱۵ ورځو راهیسې په جمرود کې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی. دوی وایي چې له ۱۱ کلونو راهیسې د کډوالۍ ژوند تېروي او تر هغو چې حکومت خپلو سیمو ته نه وي ستانه کړي، احتجاج ته دوام ورکوي.

د خیبر درې لارې تړل کېدو له وجې هلته لسګونه لارۍ بندې پاتې دي. یوشمېر ډرېورانو له مشال راډیو سره په خبرو کې له پاکستانیو چارواکو غوښتي دي چې له پرلتوالو سره دې خبرې وکړي او ستونزه دې هواره کړي.

د راجګل کډوالو له ۱۵ ورځو راهیسې تورخم ته تلونکې لاره تړلې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:08 0:00

د خیبر پښتونخوا حکومت په وروستیو کې له احتجاجیانو سره مذاکرات وکړل خو څه نتیجې ته و نه رسېدل. چارواکي وايي چې د تیرا په ځینو برخو کې امنیتي وضعیت خراب دی نو ځکه کډوال لا خپلو مېنو ته نه شي ستنولای.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د اګست پر ۲۸مه په یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته د تورخم د لارې خلاصېدو په برخه کې د جدي پام غوښتنه کړې ده.

له راجګله په ۲۰۱۳ز کال کې د پوځي عملیاتو له وجې څه باندې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې وې چې ځينې یې په جمرود کې له خپلوانو یا په خامو (کچه) کورونو کې دېره شوې وې.

د خیبر انتظامي چارواکو تر دې مخکې ويلي ول چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په پړاوونو کې د تیرا د راجګل سلګونه کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې کړې دي او نورې به هم هلته د امن تر بحالۍ وروسته ستنې کړې دي.

په وروستي ځل په جون کې لسګونه کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG