د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو سازمانونو افغانستان ته د ريچرډ بېنټ پر تګ د بندیز پرېکړه "شرموونکې" بللې


د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ريچرډ بېنټ په کابل کې يوې خبري غونډې ته وينا کوي ـ د ۲۰۲۲ز کال انځور
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ريچرډ بېنټ په کابل کې يوې خبري غونډې ته وينا کوي ـ د ۲۰۲۲ز کال انځور

افغانستان ته د هغه هېواد د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ريچرډ بېنټ پر ورتګ د بنديز پرېکړې د بشري حقونو د سازمانونو او فعالانو پراخ غبرګونونه پارولي دي.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د طالبانو دا اقدام "شرموونکی" بللی دی. د دغه سازمان د اسیا د برخې مشرې ايلېن پییرسن د اګست پر ۲۱مه په يو بيان کې ويلي چې د طالبانو دا پرېکړه "د حیرانتیا وړ نه ده"، ځکه د هغې په وينا، دغه ډلې لا له وړاندې بشري حقونو ته "هېڅ پام نه دی کړی".

نوموړې زياته کړې چې افغانستان ته د بېنټ پر سفر د طالبانو بندیز باید د بشري حقونو د سرغړونو د "مستند کولو او احتساب" په برخه کې د نړیوالې ټولنې "اراده پیاوړې" کړي.

دا تر هغه وروسته ده چې د اګست پر ۲۰مه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د افغانستان له یوې شخصي رسنۍ سره په مرکه کې تایید کړه چې دوی پر ریچرډ بېنټ افغانستان ته پر ورتګ بندیز لګولی دی.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د اګست پر ۲۱مه پر خپله ووبپاڼه د بېنټ له خولې ليکلي چې هغه به پر سفري بنديز سربېره په افغانستان کې "د بشري حقونو د سرغړونو د پېښو مستندولو" ته دوام ورکوي.

نوموړي زياته کړې، "افغانستان ته زما پر سفر بنديز د طالبانو له خوا د شا تګ يو بل ګام دی، او دا اقدام له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره د دوی د ښکیلتیا د ارادې په اړه یو اندېښمنوونکی پیغام لېږدوي."

افغانستان ته د ریچرډ بېنټ پر سفر د طالبانو بندیز د بشري حقونو د يوشمېر نورو بنسټونو اندېښنې هم پارولې دي.

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې په یوه اعلامیه کې د طالبانو دا پرېکره غندلې او د افغانستان په اړه يې د بېنټ راپورونه پر حقیقت ولاړ بللي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ريچرډ بېنټ په جون کې د هغه هېواد د بشري وضعيت په اړه خپل ۲۱ مخيز راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر ووبپاڼه خپور کړی وو.

په هغه راپور کې له تعلیمه د افغان نجونو او ښځو محرومیت، له کاره د هغوی راګرځول، روغتیا، عدلي او قضايي څانګو ته د ښځو نه لاسرسی او ګڼې نورې بشري ناخوالې یادې شوې دي. بېنټ ويلي چې طالبانو د ښځو پر وړاندې یې د محدوونکو تګلارو په عملي کولو سره د جنسیت له مخې د ظلم یو بنسټیز سیسټم رامينځته کړی دی.

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال پر ښځو ګڼ بندیزونه لګولي دي. په دې بندیزونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندېز، ښځې په دفترونو کې له کاره منع کول او جبري مخ پټول شامل دي.

افغان مېرمنو د دې بندیزونو خلاف څو ځله مظاهرې هم کړې دي خو طالبانو خپل سخت دريځ نه دی بدل کړی.

XS
SM
MD
LG