د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر جو بایډن له بیا نوماندۍ څخه لاس واخيست


جو بايډن (کېڼ لاس ته) خپله لومړۍ مرستیاله کاملا هيرېس د کانديدې په توګه وړاندېز کړې ده. پخوانی انځور
جو بايډن (کېڼ لاس ته) خپله لومړۍ مرستیاله کاملا هيرېس د کانديدې په توګه وړاندېز کړې ده. پخوانی انځور

د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان کړی چې د روان ۲۰۲۴ز کال ټاکنو ته له نوماندۍ څخه تېرېږي او خپله لومړۍ مرستیاله کاملا هيرېس يې د کانديدې په توګه وړاندېز کړې ده.

۸۱ کلن بایډن د جولای پر ۲۱مه په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د امریکا د ولسمشر په توګه د بیا ټاکل کېدو له سیالۍ څخه ګوښه کېږي.

نوموړي په دې بیان کې چې په خپل اېکس پاڼه(پخواني ټويټر) یې خپور کړی، لیکلي چې په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشر په توګه يې د بیا ټاکل کېدو اراده لرله خو اوس په دې باوري دی چې د ډیموکرات ګوند او د امریکا په ګټه به وي چې له سیالۍ څخه ووځي.

هغه خپل ټاکنیز کمپېن په داسې حال کې پای ته ورساوه چې د ډیموکرات ګوند د غړو تر سخت فشار لاندې وو ځکه چې په وروستیو اوونیو کې له خپل سیال ډونلډ ټرمپ سره په لومړۍ مناظره کې کمزوری وبرېښېد.

جوبایډن په خپل بیان کې ټینګار کړی چې په پاتې میاشتو کې به د امریکا د ولسمشر په توګه پر خپلو دندو د تمرکز لپاره له ټاکنو څخه ووځي.

نوموړی به د ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ تر ۲۰مې پورې د امریکا ولسمشر وي. د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د ۲۰۲۴ کال د نومبر پر پنځمه نېټه ترسره کېږي.

بایډن د دیموکرات ګوند غړو ته لیکلي: "وخت دی چې سره راټول شو او ټرمپ ته ماتې ورکړو."

بایډن د اېکس پاڼې (پخواني ټويټر) په یوه بل پوست کې له خپلې مرستیالې کاملا هيرېس ملاتړ اعلان کړی او ویلې يې دي چې هغه یې ځایناستې نومانده ده.

بل لور ته له دې اعلان وروسته کاملا هيرېس پر خپله اېکس پاڼه د مالي مرستو د راټولولو غږ کړی دی.

مېرمن هيرېس لیکلي، تر خپله وسه پورې به د ډیموکرات ګوند او خپل ملت د یووالي او د ډونالډ ټرمپ د ناکامۍ هڅه کوي.

که چېرته ۵۹ کلنه هيرېس د ډیموکرات ګوند له خوا د سږ کال د نومبر میاشتې ټاکنو ته معرفي شي، د امریکا په تاریخ کې به لومړنۍ تور پوستې ښځه وي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته درېږي.

کاملا هيرېس څوک ده؟

کاملا هيرېس د ۱۹۴۶م کال د اکټوبر پر ۲۰مه د امریکا د کيليفورنیا په اوکلېنډ کې زېږېدلې ده.

د هغې مور چې د سینې د سرطان متخصصه وه، د هيرېس تر زېږون څو کاله مخکې له هنده امریکا ته کډواله شوې وه او پلار یې ډونلد هيرېس له جامایکا نه د تحصیل لپاره امریکا ته تللی وو.

کاملا هيرېس له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته په واشنګټن ډي سي کې هاورډ پوهنتون ته لار ومونده او په سیاسي علومو او اقتصاد کې یې خپلې زده کړې بشپړې کړې.

د زده کړو تر بشپړېدو وروسته هغه کيليفورنیا ته ستنه شوه او هلته یې په حقوقو پوهنځي کې زده کړې وکړې. هيرېس وروسته د الامدا ښار د څارنوالۍ په دفتر کې کار پيل کړ او په ۲۰۰۳ز کال کې د سان فرانسیسکو ښار د څارنوالې په توګه وټاکل شوه.

هغه لومړنۍ تورپوستې اسیایي مېرمن وه چې دې مقام ته ورسېده. نوموړې ۲۰۰۶ز کال کې د امریکا د سېنېټ غړې شوه او ۲۰۲۰ز کال کې جوبایډن هغه د خپلې لومړۍ مرستیالې په توګه وټاکله.

ټاکل شوې چې د ډیموکرات ګوند کانګره چې پکې به د دې ګوند لخوا ولسمشریزو ټاکنو ته یو نوماند معرفي کېږي، د راتلونکي اګست میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې نېټې پورې د ایلینوی ایالت په شیکاګو ښار کې ترسره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG