د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نيشنل ګوند په ملاکنډ کې د "امن پاڅون" د ځنډولو اعلان کړی


د عوامي نیشنل ګوند د خيبر پښتونخوا مشر میا افتخار حسین له خبريالانو سره خبرې کوي ـ انځور له ارشيفه
د عوامي نیشنل ګوند د خيبر پښتونخوا مشر میا افتخار حسین له خبريالانو سره خبرې کوي ـ انځور له ارشيفه

عوامي نيشنل ګوند د جولای پر پينځمه په ملاکنډ کې د امن پاڅون په نوم د کېدونکي احتجاجي لاريون د ځنډولو اعلان کړی دی.

د عوامي نیشنل ګوند د خيبر پښتونخوا مشر میا افتخار حسین د جولای پر لومړۍ نېټه په پېښور کې يوې خبري غونډې ته له وينا کولو وروسته مشال راډيو ته وويل چې د حکومت او امنیتي ادارو لخوا د ممکنه پوځي عملیاتو په اړه له وضاحتي بیانونو وروسته يې دا پرېکړه کړې ده.

دا له هغې وروسته ده چې د جون پر ۲۳مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د لوړپوړې کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د ترهګرۍ او سختدريځۍ پرضد به د "عزم استحکام" په نوم عملیات کوي.

تر هغې وروسته يوشمېر حکومت مخالفه ګوندونو د عملیاتو مخالفت وکړ او دا يې د ولس په زيان وبلل.

د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل چې سیاسي ګوندونه دې د "عزم استحکام" عملياتو په اړه ځکه اندېښنه نه کوي چې دا د پخوانيو هغو په څېر نه دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې وه چې د عملياتو پر مهال به پر دومره پراخ کچ جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره کړل شي.

میا افتخار حسین مشال راډیو ته وويل چې حکومت او امنیتي ادارې دې په ۲۰۱۵ز کال کې د ترهګرۍ پرضد د جوړې ملي تګلارې (نیشنل اېکشن پلان) عملي کول باوري کړي.

نوموړي زياته کړه چې له تېرې څه مودې راهیسې د خیبر پښتونخوا په زیاترو قبایلي سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات روان دي. "دغه هدفي او د لټون عملیات خو نه دي ودرېدلي. او دا اوس چې دوی [حکومت] وایي چې په لویه کچه بیا پوځي عملیات کوو، دا موږ ته قبول نه دي او موږ یې مخالفت کوو."

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ز کال له پای راهیسې په پاکستان، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان، کې ناامني زیاته شوې ده چې پرضد یې خلکو پراخې مظاهرې، جرګې، جلسې او احتجاجي ناستې کړې دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون په بېلابېلو سیمو کې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG