د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په خیبر او لکي‌ مروت کې د ۹ وسلوالو د وژلو ادعا کړې


د پاکستان امنيتي ځواکونه په خیبر کې - انځور له ارشیفه
د پاکستان امنيتي ځواکونه په خیبر کې - انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په خیبر او لکي‌ مروت کې یې نهه هغه وسلوال وژلي چې امنيتي ځواکونو ته د ترهګرۍ په پېښو کې مطلوب ول.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای ایس پي ار) د جولای پر لومړۍ نېټه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د خیبر عمليات يې د هغې ضلعې په تيرا سيمه کې کړې دي. د پوځ د ادعا ترمخه، په اووه وژل شويو کې دوه یې د وسلوالو قوماندانان دي چې يو نجيب الله عرف عبدالرحمان او بل اشفاق عرف معاویه نومېږي.

په خبرپاڼه کې زياته شوي چې دا عمليات یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس کړي او له وسلوالو یې چاودېدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي. خو پوځ دا نه دي ويلي چې وژل شوي کسان د کومې وسلوالې ډلې غړي ول. تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم په دې اړه څه ډول غبرګون نه دی ښوولی.

د پاکستان پوځ په همدې خبرپاڼه کې په لکي مروتو کې د دوو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده. پوځ د دغو کسانو د پېژندګلو او تړاو په اړه هم څه نه دي‌ ويلي.

تر دې وړاندې، د جون پر ۳۰ وسلوالو په تيرا کې يو پولیس او يو د سرحدي ځواکونو سرتېری وژلی وو. د خیبر پولیسو مشر سليم کلاچي د جولای پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې امنيتي ځواکونو د خیبر درې پر لويه لاره تالاشي کوله چې وسلوالو برید ورباندې وکړ. د هغه په وينا، وسلوال تر حملې وروسته تښتېدلي دي. تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې برید ذمه واري نه ده منلې.‌

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جون پر ۲۳مه د عزم استحکام په نوم د پوځي عملياتو پېلولو پرېکړه وکړه. ګڼو سیاسي ګوندونو پر دې عملياتو نیوکې کړې او ويلي یې دي چې تېرو پوځي عملياتو ته په کتو دا هم ښايي سمې نتيجې ورنه کړي. خو د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي چې دا عمليات به لوی نه وي او خلک به نه کډوالېږي.

XS
SM
MD
LG