د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د ښځو حقونو لپاره روزنیزه غونډه شوې ده


د جون پر ۱۴مه، د بشري حقونو یوه فعاله د غونډې ګډونوالو ته وینا کوي.
د جون پر ۱۴مه، د بشري حقونو یوه فعاله د غونډې ګډونوالو ته وینا کوي.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د عورت فاونډیشن له خوا د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي‌ یوه روزنیزه غونډه شوې ده.

د جون پر ۱۴مه، په سیدو شریف کې جوړې شوې غونډه کې د سیمې شاوخوا ۲۰ ښځینه فعالانو برخه واخیسته.

په غونډه کې پر دې خبرې وشوې چې ښځې باید په فیصله سازۍ او ډي ار سي (د جرګې له لارې شخړې حل کولو) کې برخه واخلي ترڅو د ښځو مسلې په ښه توګه حل شي.

د خیبر پښتونخوا پولیس د سیمه ییزو شخړو د هواري لپاره شورا لري چې د ډي ار سي په نامه یادیږي. په هغه شورا کې د سیمې پوهان غړیتوب لري او دوی د پولیسو په مرسته د خلکو ترمینځ شخړې هواروي.

د ضلعي پولیسو په دفتر کې جوړې هغې غونډه کې فعالانو، د پوهنتون زده کونکو او د ښځینه پولیسو لوړ پوړو چارواکیو برخه لرله.

د غونډې ګډونوالې ثمرین حکیم تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې د دې ډول پروګرامونو له لارې هڅه کوي چې د ښځو حقونو په اړه پوهاوی زیات کړي.

هغې وویل، "موږ دې ښځو ته وویل چې تاسو لیډرانې جوړیدای شئ. تاسو کې دغه توان شته او امن ټینګ ساتلو لپاره ضروري ده چې په ډي ار سي کې شرکت وکړئ. که تاسو په ډي ار سي کې کینئ نو د ښځو د مسلو حل به راوباسئ."

د نفسیاتو ډاکټره نوشین جمال هم د غونډې ګډونواله وه. هغې مشال راډیو ته وویل چې په وګړو کې ډېرې نفسیاتي مسلې د ستونزو لامل کېږي او په دې اړه یې په غونډه کې خبرې وکړې او ګډونوال یې د نفسیاتو په اړه له پیدا کېدونکو مسلو او د هغې په حل خبر کړل.

د جون پر ۱۴مه د غونډې ګډونوالې د رونیزې غونډې په مهال
د جون پر ۱۴مه د غونډې ګډونوالې د رونیزې غونډې په مهال

د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي سازمانونه وايي چې په پاکستان کې پر ښځو د تشدد يوشمېر لاملونه دې چې مهم هغه يې په میراث ورته د برخې ورکولو مسلې او کورنۍ شخړې دي.

د غونډې ګډونواله امنه خان وایي چې په سوات کې ښځې د ډېرو مشکلاتو سره مخ دي چې زیاتره ښځې پکې عدالتونو ته نشي تللای، که په تاڼو کې د ښځو د ستونزو د اورېدو نظام موجود وي نو د دې سره د ښځو ستونزې کمې شي.

د روزنيزې غونډې مشر میلمه، د سوات پولیسو مشر ډاکټر ذاهد الله خان وویل چې د هغې ضلعې په ۲۵ تاڼو له جملې څخه په ۱۲ کې ډي ار سي دفترونه شته. "په ځینو هغو دفترونو کې ښځې هم غړی دي خو که هر دفتر کې ښځې غړی موجودې اوسي، نو مسلې به تر ډېره حده کمېدې شي."

د غونډې ۱۱ ښځینه فعالانو ژمنه وکړه چې په بېلا بېلو تاڼو کې به د ډي ار سي غړې جوړیږي او د ښځو او کورنۍ مسلې به د جرګې له لارې حلولو کې مرسته کوي. وروسته پولیس مشر روزنه اخیستونکو ته سندونه هم ورکړل.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG