د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انصاف نړيوال عدالت اسراييلو ته په رفح کې د پوځي عملياتو د "سمدستي درولو" امر کړی


د انصاف د نړيوال عدالت قاضيان د اسراييلو د پوځي عملياتو خلاف د جنوبي افريقا پر درخواست اورېدنه کوي ـ انځور له ارشيفه
د انصاف د نړيوال عدالت قاضيان د اسراييلو د پوځي عملياتو خلاف د جنوبي افريقا پر درخواست اورېدنه کوي ـ انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو ستر عدالت امر کړی چې په غزې تړانګه کې د خرابېدونکي وضعیت له امله، اسراییل باید په رفح ښار کې خپل پوځي عملیات "په سمدستي توګه ودروي" او په سیمه کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره دي بيړني ګامونه پورته کړي.

د مې پر ۲۴مه د انصاف د نړيوال عدالت مشر نواف سلام د يوه امر په لوستلو سره وویل، په اقداماتو کې باید له مصر سره د رفح پولې بیا پرانیستل شامل وي چې دا ډول غزې ته د مرستو رسولو اجازه ورکړل شي.

سلام وویل، اسراییل باید "په رفح کې په سمدستي توګه خپل پوځي عملیات او کوم بل داسې اقدام ودروي چې په غزه کې د فلسطینيانو د ژوند شرایطو ته زیان رسولای شي او يا په بشپړ یا جزوي بڼه فزیکي تباهي رامینځته کولای شي."

دا امر د جنوبي افریقا لخوا د هغې قضیې برخه ده چې اسراییل په نسل وژنې تورنوي او له عدالته یې د داسې پرېکړې غوښتنه کړې چې اسراییل باید د غزې په هغه جنوبي ښار کې خپل بریدونه ودروي.

د روان کال د جنورۍ پر ۲۶مه په یوه امر کې ۱۵ قاضیانو پرېکړه وکړه چې اسراییل باید د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر میاشت کې د حماس لخوا د برید په ځواب کې د نسل وژنې د مخنیوي لپاره هر څه وکړي. امريکا او اروپايي ټولنه حماس د يوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

دا امر له هغه يوه ورځ وروسته ورکول کېږي چې اسراییلي عسکرو د مې پر ۲۳مه پر غزه په هوایي او ځمکنیو بمباریو کې لږ تر لږه ۶۰ نور فلسطینیان ووژل.

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرېش د مې پر شپږمه په یوه ویډیویي پیغام کې چې د ملګرو ملتونو رسنیو خپور کړی، ويلي وو چې " په رفح کې ځمکنۍ جګړه به د نه زغملو وړ یو کار وي، ځکه چې دا ورانوونکي بشري عواقب لري او د سیمې پر بې ثباتۍ هم اغېز کوي."

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال وکړې چې د اسراييلو پوځ د مې پر اوومه له مصر سره نېږدې د غزه تړانګې د رفح سرحدي لارې کنټرول ترلاسه کړ.

په غزه کې د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې له اتو لکو زیاتو خلکو له هغې وروسته د رفح نه کډې کړي چې د نړیوالو لخوا د برداشت پر غوښتنې سربېره اسراییلو د مې میاشتې په پیل کې پر رفح ښار بریدونه پیل کړل.

ملګري ملتونه وایي، د غزې له جګړې بې ځایه شویو شاوخوا یو مېلیون کسانو په رفح کې پناه اخیستې ده.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۶،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG