د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د کرغزستان د پېښې څېړلو لپاره پلټنيزه کمېټۍ اعلان کړې


اسحاق ډار د بشکيک د سفر پر مهال د کرغزستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ملاقات وکړ. پخوانی انځور
اسحاق ډار د بشکيک د سفر پر مهال د کرغزستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ملاقات وکړ. پخوانی انځور

د پاکستان مرستيال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر په کرغزستان کې د ځايي خلکو لخوا پر بهرنیو زده کوونکو، چې پکې پاکستانیان هم شامل ول، د تشدد د پېښې په اړه د پلټنيزې کمېټۍ جوړولو اعلان کړی دی.

اسحاق ډار د مې پر ۲۲مه له بشکيک څخه اسلام اباد ته تر ستنېدو وروسته په خبرې غونډه کې له خبریالانو سره د خپل سفر تفصيل شريک کړ.

هغه زیاته کړه چې د يوې پلټنيزې کمېټۍ جوړولو پرېکړه يې کړې ده چې کار به يې په بشکيک کې پر بهرنیو زده کوونکو د تشدد لاملونه او تر هغې وروسته له پاکستانيو زده کوونکو سره د پاکستاني سفارت د مرستې پلټنې کول وي.

"دا به اصلاً د رښتيا موندنې کمېټۍ وي، چې (معلومه کړې) دا پرمختګونه ولې او څنګه وشول، له اړونده کسانو سره به ويني، که هغه کرغز چارواکي يا زموږ د سفارت خلک دي او ورسره دا به هم سنجوي چې زموږ سفارت دا پېښه څنګه سمبال کړه او په دې اړه يې خپل فرض څومره ادا کړ."

کرغزستان کې له حملې وروسته پر پاکستانيو زده کوونکو څه تېرېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:29:35 0:00

نوموړي زیاته کړه چې په کرغزستان کې د پاکستان سفارت د زده کوونکو د مرستې لپاره د وټس اپ دوه ګروپونه هم جوړ کړي خو د ده په خبره، د دې پېښې په اړه باید د يوه طرف دريځ وانه ورېدل شي بلکې پکار ده هراړخېزه څېړنه وشي.

د ډار په وينا، کمېټۍ به خپل رپورټ په دوو اوونيو کې بشپړوي. هغه زیاته کړه چې د مې تر ۲۲مې پورې له کرغزستان څخه ۳،۲۳۳ زده کوونکي پاکستان ته ستانه شوي دي.

په بشکيک کې څه وشول

د تشدد دا پېښې د مې د ۱۷مې او ۱۸مې په مينځنۍ شپه شوې وې. د کرغزي چارواکو په وينا، په بشکيک کې د بهرنيو زده کوونکو پر ضد د ځايي خلکو غصه تر هغې وروسته وپارېده چې د مصريانو او ځايي زده کوونکو د نښتو يوه ويډيو پر انټرنېټ خپره شوه.

تر هغه وروسته، د کرغزستان په سرښار بشکيک کې ځايي خلک د بېلابېلو پوهنتونونو هاسټلونو او د زده کوونکو شخصي استوګنځايونو ته ننوتل او د چارواکو په وينا لږ تر لږه یې تر ۴۱ پورې بهرني زده کوونکي په وهلو زخميان کړل. په هغوی کې اکثره یې پاکستانيان ول.

کرغز پولیسو څه کړي؟

د کرغزستان چارواکو د مې پر ۲۲مه رسنیو ته په استولي بیا کې ويلي ول چې پر بهرنيو زده کوونکو د تشدد په تور یې دوه نور کسان نيولي دي.

د بشکيک ښار پولیسو ويلی ول چې دغه دوه کسان د پوهنتونونو پر زده کوونکو په تشدد کولو تورن دي. پوليسو پر فېسبوک د دغه کسانو تصویرونه او هغه ويډيوګانې هم خپرې کړي چې پکې ليدل کېږي چې هغوی په هاسټل کې دننه زده کوونکي‌ وهي.

بلخوا د چويي سيمه ییزو پولیسو د مې پر ۲۳مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې پينځه وګړي‌ یې پر هندي، پاکستانيو او بنګلادېشي زده کوونکو د تشدد کولو په تور نيولي‌ دي.

د ازادې اروپا راډيو د کرغزي څانګې تر مخه، پولیسو ويلي‌ چې دغو کسانو د مې پر ۱۸مه د بهرنيو زده کوونکو شيان هم لوټ کړي ول. پولیسو تر دې يوه ورځ مخکې هم په ورته تورونو د يو کس د نیولو اعلان کړی وو.

تر دې مخکې د کرغزستان ولسمشر صدر ژاپاروف ويلي وو چې هغو کسانو ته به سزا ورکول کېږي چې پر بهرنيو زده کوونکو یې تشدد کړی وو. نوموړي د مې پر ۲۰مه، په خپاره کړي ويډيويي بیان کې وویل چې حکومت اراده لري چې زخمي زده کوونکو ته معاوضه ورکړي. ژاپاروف خبرداری ورکړی چې که بیا داسې پېښه وشي نو امنيتي ځواکونه به د ګډوډۍ جوړونکو پر ضد له زوره کار واخلي.

پاکستان دې پېښې په غبرګون کې څه وکړل؟

د پاکستان حکومت په بشکيک کې د خپلو زده کونکو بېرته هېواد ته د ستنولو لپاره ځانګړې الوتکې واستولې او تر دې مهاله يې تر ۳،۰۰۰ زیات شاګردان پاکستان ته ستانه کړي خو لا هم په زرګونه هلته بند پاته دي.

د پاکستان مرستيال وزیراعظم او د بهرنيو چارو وزیر اسحاق ډار د مې پر ۲۱مه بشکيک ته ولاړ. هغه د مې پر ۲۲مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې په دې ناڅاپي سفر ځکه ولاړ چې غوښتل یې د پاکستانيو زده کوونکو حالت معلوم کړي. د نوموړي په خبره کرغزي چارواکو ورسره وعده کړې ده چې تشدد کوونکي‌ به نیسي او پاکستانيو وګړو ته به خوندي چاپيريال برابروي.

نوموړي زیاته کړه چې د کرغزستان چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې اوس حالات کنټرول دي. د کرغزستان د بهرنيو چارو وزارت د مې پر ۲۱مه په خبرپاڼه کې زیاته کړې وه چې د کورنيو چارو وزارت اضافي پولیس سرتېري د پېښو ځایونو ته استولي دي او د کوم زده کوونکي د وژل کېدو راپور نه شته.

XS
SM
MD
LG