د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت له کرغزستانه غوښتي چې پر پاکستانيو شاګردانو تشدد کوونکو ته سزا ورکړي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر اسحاق ډار د مې پر ۲۰مه له خپل کرغز سیال جین بیک کلوباییف سره خبرې کوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر اسحاق ډار د مې پر ۲۰مه له خپل کرغز سیال جین بیک کلوباییف سره خبرې کوي.

د پاکستان حکومت د کرغزستان له چارواکو غوښتنه کړې ده چې د مې ۱۷مې او ۱۸مې ترمينځ شپې مهال پر بهرنيو زده کوونکو تشدد کوونکو ته دې سزا ورکړي.

د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د مې پر ۲۰مه، د قزاقستان په سرښار استانه کې په دې اړه د کرغزستان د بهرنیو چارو له وزیر جین بیک کلوباییف سره لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له هغه ملاقات وروسته، په خپره کړې خبرپاڼه کې وويل چې ډار له کلوباییف څخه وغوښتل چې د پاکستانيو زده کوونکو امنيت دې یقيني کړي او هغو کسانو ته دي سزا ورکړي چې په تشدد کې یې لاس درلود.

د کرغزي چارواکو په وينا، د بهرنيو زده کوونکو پر ضد د خلکو غصه تر هغې وروسته وپارېده چې د مصريانو او ځايي زده کوونکو د نښتو يوه ويډيو پر انټرنېټ خپره شوه.

تر هغه وروسته، د کرغزستان په سرښار بشکيک کې ځايي خلک د بېلابېلو پوهنتونونو هاسټلونو او د زده کوونکو شخصي استوګنځايونو ته ننوتل او د چارواکو په وينا لږ تر لږه یې تر ۴۱ پورې بهرني زده کوونکي په وهلو زخميان کړل. په هغوی کې اکثره یې پاکستانيان ول.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې کرغز چارواکو اسحاق ډار ته ډ‌اډ ورکړی چې پاکستانیو زده کوونکو ته به سهولتونه برابروي. د کرغزستان بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼې د دې ملاقات تصویرونه خپاره کړي دي خو د بهرنيو زده کوونکو په اړه يې څه ذکر نه دی کړی او د تجارت د زیاتولو تر څنک یې پر کلتوري او تعليمي همکاريو د ټينګار خبره کړې ده.

البته تر دې مخکې د کرغزستان ولسمشر صدر ژاپاروف ويلي وو چې هغو کسانو ته به سزا ورکول کېږي چې پر بهرنيو زده کوونکو یې تشدد کړی وو.

نوموړي د مې پر ۲۰مه، په خپاره کړي ويډيويي بیان کې وویل چې حکومت اراده لري چې زخمي زده کوونکو ته معاوضه ورکړي. ژاپاروف خبرداری ورکړی چې که بیا داسې پېښه وشي نو امنيتي ځواکونه به د ګډوډۍ جوړونکو پر ضد له زوره کار واخلي.

د کرغزستان د بهرنيو چارو وزارت د مې پر ۱۸مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې اوس حالات کنټرول دي. دې وزارت زیاته کړې چې د کورنيو چارو وزارت اضافي پولیس سرتېري د پېښو ځایونو ته استولي دي او د کوم زده کوونکي د وژل کېدو راپور نه شته.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت د مې له ۱۸مې راهیسې له بشکيک څخه د خپلو زده کوونکو ليږدول پيل کړي دي. د ازادې اروپا راډيو کرغز څانګې د چارواکو له خولې ويلي چې د مې تر ۲۰مې پورې لږ تر لږه ۱،۲۰۰ پاکستاني زده کوونکي خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په بشکيک کې د تشدد له پېښو وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د زده کوونکو سازمانونو مظاهرې کړې دي. هغوی پر حکومت غږ کړی چې په کرغزستان او نورو بهرنيو هېوادونو کې دې د پاکستانيو زده کوونکو ستونزې حل او د ناامنيو پر وخت د هغوی ژوند خوندي وساتي.

د مې پر ۱۸مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف دفتر په يو بیان کې ويلي وو چې نوموړي اسحاق ډار او د کشمیر، ګلګلت بلتستان او سرحدي چارو وزیر امير مقام ته امر کړی چې کرغزستان ته ورشي او هلته له پاکستانيو زده کوونکیو مرسته وکړي خو وروسته د پاکستان حکومت وویل چې کرغزستان ته استونکی پلاوی یې د هغه هېواد پر غوښتنه له تلو منع کړی دی.

XS
SM
MD
LG