د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې یو بل تن په هدفي برید کې وژل شوی دی


د شمالي وزیرستان نقشه.
د شمالي وزیرستان نقشه.

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې وسلوالو یو تن له تښتولو وروسته وژلی دی.

د میرلي پولیسو او د سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې په حیدر خېلو کې د احتشام په نامه یو تن د مې پر ۱۶مه ناپېژندليو وسلوالو له خپل کلي تښتولی وو چې د جمعې پر سهار یې مړی د میرلي په هرمز کې وموندل شو.

د میرلي تاڼې چارواکي وایي، د نامعلومه کسانو ضد یې مقدمه لیکلې ده.

په شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوي دي او دا د سږکال (۲۰۲۴ز) له پیل راهیسې هلته د هدفي وژنو ۱۹مه پېښه ده.

تېر کال په هغه ضلع کې د هدفي وژنو ۴۴ پیښې شوې وې چې تر ۵۰ زیات مشران، ځوانان، سیاسي او مدني فعالان او ځېنې سرکاري کسان پکې وژل شوي ول.

د مې پر څلورمه د تپي په سپلګه کلي کې د جماعت اسلامي پخوانی امیر او د سپلګه کلي منتخب چیرمین ملک رحمان الله وزير وسلوالو وژلی وو.

د شمالي وزيرستان ولسونو هلته د ناامنۍ او هدفي وژنو ضد احتجاجونه او جرګې کړې دي.

بلخوا حکومت او پوځ وایي په سیمه کې د امن راوستو ته ژمن دي او د دې لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG