د پاکستان او نیو زیلینډ کرکټ لوبډلو ترمینځ د ۲۰ اوریزه سیالیو وروستۍ لوبه د لاهور په قذافي لوبغالي کې کېږي.
د اپرېل پر ۲۷مه هغه سیالي د پېښور پر وخت د ورځې پر څلور نیمو د او د کابل پر څلور بجو پیلیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د نیو زیلینډ کرکټ لوبډله د پاکستان پر سفر ده او د دواړو ټیمونو ترمینځ تر اوسه څلور ۲۰ اوریزه لوبې شوي دي.
په دې کې پاکستان یوه لوبه د اپرېل پر ۲۰مه پر اووه وېکټو ګټلې وه. دوه لوبې نیو زیلینډ ګټلي دي چې یوه یې د اپرېل پر ۲۱مه پر اووه وېکټو او دویمه یې د اپرېل پر ۲۵مه پر څلور رنزونو ګټلې ده.
لوبلړۍ د اپرېل پر ۱۸مه پیل شوي چې لومړۍ سیالي یې د باران له امله بې نتیجې پای ته رسېدلې وه.