د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي سعودي ورسره د تجارتي او اقتصادي اړیکو زیاتولو ژمنه کړې ده


 سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود او له هغه سره ورغلی پلاوی د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف سره ولیدل: انځور اپریل ۱۶، ۲۰۲۴
سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود او له هغه سره ورغلی پلاوی د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف سره ولیدل: انځور اپریل ۱۶، ۲۰۲۴

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر د اپریل پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د پاکستان له وزیراعظم سره ولیدل.

شهزاده فیصل بن فرحان السعود چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ یوه ورځ وړاندې پاکستان ته رسېدلی وو، له پاکستاني وزیراعظم شهباز شریف سره یې د هغه په دفتر ( وزیراعظم هاوس) کې په داسې حال کې ولیدل چې د دواړو هیوادونو نور اعلا چارواکي هم موجود ول.

د وزیراعظم هاوس لخوا نن د اپریل پر ۱۶مه په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې دواړو خواوو د تجارت پر زیاتولو او د سیمې پر امنیت او ځینو نورو مهمو مسلو خبرې کړې دي.

په سعودي وفد کې د سرمایه کارۍ مرستیال وزیر ابراهیم بن یوسف المبارک هم شامل دی. پر دغه وخت د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار او د دفاع وزیر خواجه اصف پشمول ځینې نور حکومتي چارواکي هم موجود ول.

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې وزیراعظم شهباز شریف ویلي، پاکستان او سعودي عرب په خپلو منځو کې د ورورلۍ پخوانۍ اړیکې پالي چې ساری یې نه لیدل کېږي. شهباز شریف دا هم ویلي چې سعودي عرب تل په سخت وخت کې له پاکستان سره مرسته کړې ده.

د خپور شوي بیان له مخې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود په دې ملاقات کې له پاکستان سره د اړیکو په پیاوړي کولو، تجارت او پانګې اچونې په زیاتولو او نورو مهمو موضوعاتو باندې د خپل هیواد د عزم ښکارندويي کړېده.

د پاکستاني چارواکو په وینا، سعودي عرب ژمنه کړې ده چې په راتلونکو پینځو کلونو کې به په پاکستان کې په بېلابېلو برخو کې ۲۵ اربه ډالره پانګونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت وايي، ملک یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG