د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې لسګونه پوليس سرتېري د سړي تښتونې او نورو جرايمو په تور نيول شوي دي


د خیبر ډي پي او سلیم عباس کلاچي وايي، د پولیسو په اداره کې د هغو کسانو لپاره هېڅ ځای نشته چې مجرمانه ذهنیت لري: انځور له ارشیفه
د خیبر ډي پي او سلیم عباس کلاچي وايي، د پولیسو په اداره کې د هغو کسانو لپاره هېڅ ځای نشته چې مجرمانه ذهنیت لري: انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د خیبر ضلعې چارواکي وايي، په تېرو څو میاشتو کې تر ۲۰۰ زیات داسې پولیس سرتېري یې نیولې دي چې پرې د سړي تښتونې، له وسله والو، قاچاقبرو او د مخدره موادو د سوداګرو سره د تعلق لرلو تورونه دي.

د خیبر ضلعې د پولیسو یو مشر ډي پي او سلیم عباس کلاچي د اپریل پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، د پولیسو په اداره کې د هغو کسانو لپاره هېڅ ځای نشته چې مجرمانه ذهنیت لري. "په تېرو څو میاشتو کې مو شاوخوا ۴۵ د پولیسو سرتېري له دندو لرې کړل. ځینو د سمګلرانو رابطه لرله، ځینې یې د پیسو لپاره د خلکو په تښتونه کې ملوث ول، څلور خو پکې داسې هم دي چې له ترهګرو سره یې تعلقات لرل."

نوموړی وايي، اوس هم د پولیسو پنځه سرتېري د خیبر په حوالات کې بندیان دي چې پرضد یې د سړي تښتونې او د مخدره موادو په کاروبار کې د لاس لرلو، پرچې کټ شوې دي.

د نوموړي په وینا په پورته ذکر شویو ۴۵ پولیس سرتېرو سربېره ۸۰ نور سرتېري هم له دندو لرې کړل شوي دي چې د هغه په وینا له خلکو یې رشوت اخېسته، خلک به یې له کورونو تښتول او بیا به یې د پیسو په بدل کې خوشې کول.

په پاکستان کې یو عام تاثر دا دی چې د پولیسو معاشونه کم وي نو هغوی ځکه له نورو لارو پیسو پیدا کولو ته لاس او پښې وهي خو د خیبر ضلعې د پولیسو ذکر شوی مشر سلیم عباس کلاچي دا نه مني چي ګینې د پولیسو معاشونه کم دي.

د روڼتیا نړیوال سازمان یا ټرانسپېرنسي انټرنېشنل د ۲۰۲۳ د راپور له مخې په پاکستان کې د پولیسو اداره لا هم تر ټولو فاسده اداره ده. په پېښور کې د نیوز ورځپاڼې خبریال جاوېد عزیز چې جنايي راپورونه جوړوي یا په عامه اصطلاح کرایم رپورټر دی، د اپریل په شپږمه یې مشال راډیو ته وویل، هر کال سلګونه پولیس والا د بېلابېلو تورونو له وجې له دندو شړل کېږي: "دا چې پولیس له خلکو سره زیات په اړیکه کې وي نو ځکه په دغه اداره کې د نورو هغو پرتله درغلي هم زیاته موجوده وي. بل د پولیسو په مرکزونو کې د ولس بیروبار هم زیات وي او د ګزمې پر مهال هم ولس او پولیس له یو بل سره زیات مخامخېږي نو ځکه پولیس د خلکو له مجبوریتونو ګټه پورته کوي. خو د پولیسو په اداره کې دننه هم د احتساب نظام موجود دی چې له وجې یې هرکال سلګونه پولیس سرتېري سزا ویني."

د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخوانی مشر سید اختر علي شاه وايي د پولیسو ټول نظام په خود احتسابۍ مبني دی او که ترې سمه ګټه واخیستل شي نو د پولیسو اداره به پاکه سوتره شي. نوموړي د اپریل پر شپږمه مشال راډیو ته وویل: "د پولیسو په اداره کې که عهدو او اصطلاحاتو ته وګورو نو د څارنې نومونه به پکې مخې ته راځي، لکه اېس پي سپروېژن، انسپکټر،انسپیکشن، معاینه او داسې نور. که څوک د څارنې او پلټنې په دې نظام کې بد دیانتي ونه کړي نو نظام ډېر سم کار کوي."

له خیبر پښتونخوا ورها خوا د پاکستان په نورو ښارونو کې هم په غیرقانوني کارونو کې د پولیسو د سرتېرو د لاس لرلو خبرونه وخت په وخت مخې ته راځي. کارپوهان وايي، د پاکستان د پولیسو په اداره کې په پراخه کچه د اصلاحاتو کولو ضرورت دی.

XS
SM
MD
LG