د لاسرسي ځای

تازه خبر

مزمل اسلم: وفاق د خیبر پښتونخوا څه باندې ۱،۶۰۰ اربه روپۍ پوروړی دی


خیبر پښتونخوا د تربېلا ډیم له اوبو څخه برېښنا پیدا کوي - پخوانی انځور.
خیبر پښتونخوا د تربېلا ډیم له اوبو څخه برېښنا پیدا کوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د مالي چارو سلاکار وايي چې صوبايي حکومت له وفاقه د برېښنا، تېلو او ګیس د ګټې او د قبایلي ضلعو د برخې پیسو ترلاسه کولو هلې ځلې پیل کړې دي.

مزمل اسلم د اپرېل پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې وفاق د خیبر پښتونخوا څه باندې ۱،۶۰۰ اربه روپۍ پوروړی دی چې پکې د بجلۍ، تېلو او ګیس ګټې تر څنګ هغه پیسې شاملې دي چې وفاقي حکومت باید په ۲۰۱۸ز کال کې په صوبه د قبایلي ضلعو تر ورګډېدو وروسته له قامي مالیاتي کمېشن یا اېن اېف سي څخه ورکړې وای.

دی وايي چې صوبايي حکومت د هغو پیسو اخیستو لپاره اسناد تیار کړي دي او وفاق به قانع کوي چې ور یې کړي. "موږ به مرکز په دلیل راضي کوو. [په صوبې] د قبایلي ضلعو تر ورګډېدو وروسته د خیبر پښتونخوا رقبه ۳۷ سلنه زیاته شوې خو موږ ته له اېن اېف سي څخه اوس هم د پخوا په څېر ۱۴.۶ فیصده برخه راکول کېږي، حال دا چې اوس زموږ برخه ۱۹.۵ سلنه جوړېږي."

د مالي چارو سلاکار دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې خیبر پښتونخوا له څو کلونو راهیسې له مالي مشکلاتو سره مخامخ ده.

قبایلی سیمې په ۲۰۱۷ ز کال کې په خیبر پښتونخوا صوبه ورګډې شوې. هغه وخت د پاکستان حکومت ژمنه کړې وه چې د ۱۰ کلونو لپاره به په ځانګړي مراعتي ډول د قبايلي سيمو د پرمختګ لپاره کارونه کوي. همداراز حکومت ویلي ول چې د قبايلي سيمو وګړي به د پاکستان د نورو اوسېدونکو په څېر سهولتونه او حقونه ولري.

هغه مهال د مسلم ليګ (ن) حکومت د قبايلي سيمو د انضمام د کمېټې مشر سرتاج عزیز مشال راډيو ته ويلي ول چې په قبايلي ضلعو کې د چټک پرمختګ لپاره به د پاکستان د قامي مالياتي کمېشن (اېن اېف سي) له پيسو څخه درې فيصده برخه ورکول کېږي.

په ۲۰۱۸ز کال کې تحريک انصاف ګوند واکمن شو خو په وفاق او خیبر پښتونخوا صوبه کې د ۲۰۲۲ز کال تر اپرېله پورې د حکومت کولو باوجود قبايلي سيمې د اېن اېف سي له بشپړو پیسو بې برخې وې.

د تحريک انصاف حکومت د خیبر پښتونخوا چارواکو هغه مهال ویلي ول چې له وفاقه د پیسو نه ترلاسه کېدو له وجې د صوبې له بودیجې څخه په قبایلي ضلعو کې پر پرمختیايي کارونو پیسې لګوي.

د خیبر پښتونخوا چارواکو په تېرو وختونو کې د پیسو نه ترلاسه کېدل د صوبې د لویو مالي ستونزو لامل په توګه یاد کړی دی.

یوشمېر کارپوهان بیا وايي چې د صوبايي او وفاقي حکومت ترمینځ د سياسي اختلافاتو له وجې په خیبر پښتونخوا کې پرمختیايي هلې ځلې اغیزمنې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د مارچ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې له وزیراعظم میا شهباز شریف سره تر لیدو وروسته ویلي ول چې هغه ورته د صوبې د پاتې پیسو ورکولو ډاډ ورکړی دی.

د پاکستان د ایین له مخې، وفاقي حکومت باید د اېن اېف سي له لارې د هېواد ټولې ګټلې پیسې د وفاق او صوبو ترمینځ ووېشي. داراز، وفاق باید په یوه صوبه کې د ګیس، تېلو او برېښنا د ګټې پیسې هم هغې صوبې ته وسپاري.

د پاکستان پر کچ له اوبو تر ټولو زیاته برېښنا په خیبر پښتونخوا کې پیدا کېږي چې بیا د برېښنايي چارو د انتظام ملي ادارې (نېپرا) په مرسته په وفاق او نورو صوبو خرڅېږي او همدا لامل دی چې وفاقي حکومت باید د هغې برېښنا خالصه ګټه صوبې ته ورکړي.

خو په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا او وفاق ترمینځ له لسیزو راهیسې اختلافات موجود دي او هغې صوبې په بیا بیا له اسلام اباده د خپلو طبیعي زېرمو د ګټې پیسې غوښتې دي.

XS
SM
MD
LG