د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی د سېنېټ انتخاباتو ځنډولو خلاف د احتجاج غږ کړی دی


ګنډا پور وايي د سېنېټ ټاکنو ځنډېدل غير قانوني دي نو ځکه یې پر ضد مظاهرې پيلوي. پخوانی انځور
ګنډا پور وايي د سېنېټ ټاکنو ځنډېدل غير قانوني دي نو ځکه یې پر ضد مظاهرې پيلوي. پخوانی انځور

د خیبرپښتونخوا وزیراعلی او د تحريک انصاف مخکښ، علي امين ګنډاپور اعلان کړی چې په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د سېنېټ د انتخاباتو تر ځنډيدلو وروسته احتجاجونه کوي.

ګنډاپور د اپريل پر دوهمه په پېښور کې خبریالانو ته وويل چې د سېنېټ د ټاکنو ځنډول غير قانوني دي نو ځکه یې پر ضد مظاهرې پيلوي.

د اپریل په دویمه د ګنډا پور تر خبرو لږ مخکې، د پاکستان انتخاباتو کمېشن اعلان وکړ چې په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د ښځو او لږکيو کاندیدانود سوګند اخیستو د ځنډ له امله په هغه صوبه کې د سېنېټ ټاکنې ځنډوي.

دا سوګند له دې امله ځنډیدلی چې د تحريک انصاف ازادو اميدوارانو په هايکورټ کې درخواست ورکړی چې په سني اتحاد کونسل کې تر ورګډيدلو وروسته دې د ښځو او اقلیتونو ځانګړې سيټونه دوی ته ورکړل شي.

خو د انتخاباتو کمېش وايي سني اتحاد کونسل په اسمبلۍ کې چوکۍ نه لري نو ځکه یې ځانګړي چوکۍ پر نورو ګوندونو ویشلي دي.

د اپریل په دوهمه د سېنېټ پر ۳۰ خالي څوکيو ټاکنې کېدلې خو په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتو تر ځنډيدو وروسته، اوس په پاکستان کې د ۱۹ سېنېټرانو د ټاکلو لپاره رایې اچول کېږي.

د سېند او پنجاب صوبو د اسمبليو په څېر په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې هم نن د اپرېل په دوهمه د سېنېټ د ۱۱ څوکو لپاره انتخابات کېدل او د انتخاباتي کمېشن عمله هم د دې مقصد لپاره د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ته ورغلې وه خو د اسمبلۍ د سپیکر لخوا د ځانګړو څوکیو د امېدوارانو څخه د سوګند نه پورته کولو له کبله دا انتخابات وځنډېدل.

د الېکشن کمېشن ددې ګام وروسته په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د حزب اختلاف مشر عباد الله په پېښور کې له خبریالانو سره په خبرو کې د خيبرپښتونخوا په حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف تور پوری کړ چې دا ګوند قانون نه مني چې له کبله يې په صوبه منفي اثرات پريوځي.

نوموړي زياته کړه: "زموږ ټول غړي نن حاضر وو. د الېکشن کمېشن او عدالت د پريکړو باوجود دا خلک (پاکستان تحريک انصاف) عدالتونه ،الېکشن کمېشن، قانون او ايین نه مني نو دا د دې صوبې بدقسمتي ده."

الېکشن کمېشن د مارچ په ۲۸مه نېټه خپله پرېکړه کې ويلي وو که چېرې د اسمبلۍ د ځانګړو څوکيو له کانديدانو څخه سوګند وانخستل شو نو په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د سېنېټ انتخابات ځنډېدلی شي.

بلخوا پېښور های کورټ هم د صوبايي اسمبلۍ سپیکر ته امر کړی چې د اسمبلۍ د ځانګړو څوکيو کانديدانو څخه سوګند واخلي خو د اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتي د اپرېل په لومړۍ په پېښور هايي کورټ کې دې کېس ته د بیا کتنې یو اپيل جمع کړی دی.

هم دې لړ کې د خېبر پښتونخوا یو صوبايي وزیر ظاهر شاه طورو له مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل چې د خيبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې ټول ۳۰ واړه ځانګړې څوکۍ حزب اختلاف ته ورکول مناسبه نه دي او دوی به دا معامله سپریم کورټ ته وړي.

خو په پېښور کې خبریال او شنونکي فدا عدیل د اپريل په دوهمه مشال رېډيو ته وويل چې تحریک انصاف ته په انتخاباتو کې خپله انتخابي نښه نه وه ورکړل شوې او په ازاد حېثیت کې يې په انتخاباتو کې برخه اخستې وه چې له کبله يې د قانون له مخې دغه ګوند ځانګړې څوکۍ نه شي اخستی.

د ده په خبره هم دغه وجه ده چې ځانګړې څوکۍ ټولې په حزب اختلاف ګوند ونه ويشل شوې.

په خيبر پښتونخوا کې د سېنېټ انتخابات د ځانګړو څوکيو له اميدوارنو څخه د حلف پورته کولو پورې ځنډول شوي دي.

XS
SM
MD
LG