د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګوادر کې وسله والو دوه پاکستاني عسکر وژلي دي


په بلوچستان کې په دې وروستیو کې پر پاکستانیو ځواکونو بریدونه زیات شوي دي. (انځور: اشریف)
په بلوچستان کې په دې وروستیو کې پر پاکستانیو ځواکونو بریدونه زیات شوي دي. (انځور: اشریف)

د بلوچستان په ګوادر کې د وسله والو په برید کې د پاکستاني پوځ دوه عسکر وژل شوي‌ او څلور نور ټپي شوي دي.

دا خبره د ګوادر پولیسو لخوا خبریالانو ته په لېږل شويو هغو معلوماتو کې شوې ده چې مشال راډیو هم ترلاسه کړي دي.

په بیان کې ویل شوي چې وسله والو دا برید د مارچ پر ۳۱مه سهار ګوادر ته شاوخوا پر ۲۵ کلومیټره پرته انقره بند سیمه کې شوی دی.

د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې. خوتر دې وړاندې د داسې زیاتره بریدونو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو منلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې په بلوچستان صوبه او په ځانګړې توګه بلوڅ مېشتو سیمو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او نورو ریاستي‌ کړیو حملې زیاتې شوې هم دي.

تر دې وړاندې د مارچ پر ۳۰مه د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې هرنايي په سپین تنګي یونین کونسل کې یوې بمي چاودنې لږ تر لږه یو کس وژلی او ۱۴ نور یې ژوبل کړي وو.

د هرنايي مرستیال کمېشنر جاوید ډومکي مشال راډیو ته وویل، د ماړي پیټرولیم کمپنۍ کارکوونکي په دغه چاودنه کې په نخښه شوي دي.

د نوموړي په وینا د پیټرولیم د یادې کمپنۍ ملازمین د هرنايي او دوکۍ ضلعو ترمنځ سیمې ته د یوې سروې لپاره ورغلي ول چې موټر یې د ځمکې لاندې په ځای پر ځای شوي ماین وروخوت.

د دې برید زمه واري‌ بلوڅ لېبرېشن ارمي نومي بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې منلې وه.


د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې اې اېس پي ار د مارچ پر ۲۶مه ویلي وو چې وسله والو د کېچ ضلعې په تربت سیمه کې د بحري ځواکونو په مرکز برید کړی وو چې ناکامه کړل شوی او د دوی په وینا په ځوابي برید کې څلور وسله وال له منځه وړل شوي دي.

دغسې د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د مارچ پر ۲۰مه هم په یو بیان کې ويلي وو چې اتو وسلوالو د بلوچستان د ګوادر بندري چارو ودانۍ ته د ننوتلو هڅه کوله چې امنیتي ځواکونو ووژل.

بلوڅ لېبرېشن ارمي پر هغه ودانۍ د حملې ذمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG