د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ځانګړو څوکیو پر سر لانجه روانه ده


په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د ښځو د ځانګړو څوکیو نوماندانې د مارچ پر ۲۲مه د احتجاج په مهال.
په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د ښځو د ځانګړو څوکیو نوماندانې د مارچ پر ۲۲مه د احتجاج په مهال.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د ښځو او لږکیو ځانګړو څوکیو لپاره نومول شویو د اسمبلۍ د غونډې نه کېدو ضد احتجاج کړی دی.

ټاکل شوې وه چې د مارچ پر ۲۲مه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غونډه وشي چې د ځانګړو څوکیو لپاره نومول شوي کسان پکې د غړیتوب سوګند پورته کړي. ګورنرغلام علي هم د غونډې بللو امر کړی وو خو بیا هم هغه غونډه ونه شوه.

د ځانګړو څوکیو نوماندانو د احتجاج په مهال وویل چې د سپیکر له لوري د اسمبلۍ غونډې نه بلل له قانونه سرغړونه ده او د دې پرضد پېښور های کورټ ته ځي.

په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف سیاستوال علي امین ګنډه پور په مشرۍ حکومت جوړ شوی دی او د ټاکنو کمېشن د ځانګړیو څوکیو لپاره د اسمبلۍ د غړو نوملړ هم خپور کړی دی خو هغو نوماندانو لا هم سوګند نه دی کړی.

سلطانه بي بي د پپیلز ګوند له لوري د ښځو ځانګړې څوکۍ ته نومانده ده. هغې مشال راډیو ته وویل چې د سوګند اخیستنې لپاره د پښتونخوا ګورنر د اسمبلۍ غونډه د مارچ پر ۲۲مه بللې وه خو د اسمبلۍ سیکریټریټ د صوبایي حکومت په خوښه اجلاس و نه کړ نو ځکه یې دوی پرضد احتجاج وکړ.

د پاکستان په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او مذهبي لږکیو لپاره ځانګړې څوکۍ وې چې تر انتخاباتو وروسته هر ګوند ته د ګټلو څوکیو په تناسب ورکول کېږي.

د تحریک انصاف سیاستوالو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د ازادو کاندیدانو په توګه برخه اخیستې وه او د ځانګړو څوکیو د ترلاسه کولو لپاره یې بریالي شوي غړي په سني اتحاد کونسل ورګډ شول.

خو انتخاباتي کمېشن د مارچ پر څلورمه په خپل فرمان کې ویلي ول چې سني اتحاد کونسل ورسره د ځانګړو څوکیو لپاره د نومول شویو نوملړ نه وو شریک کړی نو ځکه هغه څوکۍ نورو ګوندونو ته ورکوي.

کمېشن د مارچ پر څلورمه په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې هم د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ مخالفه ګوندونو ته ورکړې.

تحریک انصاف د کمېشن د پرېکړې پر ضد پېښور های کورټ ته هم درخواست ورکړی وو خو عدالت هغه درخواست رد کړ او ویې ویل چې سني اتحاد کونسل په ټاکلي وخت د خپلو نوماندانو نوملړ کمېشن ته نه وو ورکړی نو ځکه هغه درخواست خارجوي.

د مسلم لیګ (ن) نوماندې صوبیه شاهد مشال راډیو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې تحریک انصاف د تل په څېر دا ځل هم د قانون ماتولو هڅې کوي او د اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتی د ځانګړو څوکیو لپاره د مخالفه ګوندونو په سوګند اخیستنه کې له ځنډه کار اخلي.

بلې خوا ته د اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتي د مارچ پر ۲۱مه، پر ځانګړو څوکیو د اسمبلۍ له ۲۵غړو د سوګند اخیستنې په اړه په یو بیان کې ویلي دي چې دا معامله یې د خیبرپښتونخوا د قانون وزارت ته سپارلې ده او له هغوی یې په دې اړه رایې غوښتلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر دویمه نېټه د پاکستان د سېنېټ لپاره ټاکنې کېږي چې په کې په قامي او ټولو صوبو اسمبلیو غړي خپلې رایې کاروي.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو غړي وایي چې هڅه کوي تر د سېنېټ تر انتخاباتو مخکې د عدالت له لارې د خپلو څوکیو رسمي غړیتوب ترلاسه کړي تر څو د سېنېټ په انتخاباتو کې خپلې رایې وکاروي.

هغو غړو په دې اړه پېښور های کورټ ته درخواست ورکړی دی چې اورېدنه یې د مارچ پر ۲۶مه کېږي.

XS
SM
MD
LG