د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا بهرنيو چارو وزير له محمد بن سلمان سره د غزې پر بشري کړکېچ غږېدلی


ایتنتي بلېنکن د مارچ پر ۲۰ سعودي عربستان ته رسېدلی وو.
ایتنتي بلېنکن د مارچ پر ۲۰ سعودي عربستان ته رسېدلی وو.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن په غزه د بشري کړکېچ په اړه د سعودي عربستان له مشرانو سره ليدلي دي.

بلېنکن د مارچ پر ۲۰مه سعودي عربستان ته ورسېد او وروسته يې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د هغه هېواد بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره ملاقات وکړ. نوموړي پر اېکس پاڼه ليکلي چې له دواړو مشرانو سره د غزې پر بشري کرکېچ او فلسطين ته په سمدستي توګه د مرستو لا زیاتولو پر هڅو وغږېده. دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د قحطۍ د ګواښ په اړه اندېښې ژورې شوې دي.

د فلسطينيانو خراب حالت او په غزه کې د برمته شويو اسرايلي وګړیو برخليک منځګړي هېوادونه اړ کړي دي چی یوځل بیا په قطر کی د خبرو اترو مېز ته کښېني چې اوربند ته د رسېدو لارې چارې ولټوي خو چارواکو تر اوسه په دې لړ کې لږ پرمختګ کړی دی.

د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، او اسراییلو ترمينځ تر جګړې وروسته دا د بلېنکن منځني ختیځ ته شپږم سفر دی.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.

تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې کړل شوي دي. اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۱،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG