د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف له امریکایي سفیر سره پر امنيتي او اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې دي


په پاکستان کې امریکایي سفیر ډانلډ بلوم خبري غونډې ته د وینا پر مهال ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې امریکایي سفیر ډانلډ بلوم خبري غونډې ته د وینا پر مهال ـ پخوانی انځور.

وزيراعظم شهباز شريف په پاکستان کې له امريکايي سفير ډانلډ بلوم سره لیدلي او د افغانستان تر څنګ پر نورو موضوعاتو یې هم ورسره خبرې کړې دي.

د وزيراعظم له دفتره په جاري شوې بیان کې راغلي دي چې شهباز شريف او امريکايي سفير د مارچ په ۱۵مه، پر دوه اړخيزه اړيکو او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د بیان له مخې په وزيراعظم هاوس کې د ملاقات پر مهال د دواړو هېوادونو ترمینځ پر تجارت، سرمايه کارۍ او نورو څانګو کې د مثبت پرمختګ پر دوامداره ساتلو هم ټينګار شوی دی.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارتخانې پراېکس لیکلي دي چې ډانلډ بلوم له وزيراعظم شهباز شريف سره د سيمې پر امنیت، اقتصادي اصلاحاتو، د بيان د ازادۍ او پر یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا بهرنيو چارو وزارت وياند ميتيو مېلر څه باندې دوه اوونۍ مخکې ويلي ول چې په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د درغلیو د تورونو باید ژر پلټنې وشي.

البته تر دې مخکې نوموړي ويلي ول چې حکومت سازي د پاکستان داخلي کار دی او او امریکا په کې لاس نه لري.

پاکستان تحريک انصاف او يوشمېر نور ګوندونه تور لګوي چې په انتخاباتو کې پوځ د مسلم ليک (ن) په ملاتړ درغلي کړې خو پوځ ،الېکشن کمېشن او مسلم ليګ (ن) په مشرۍ حکومت دغه تورونه ردوي.

په پاکستان کې د تېرې میاشتې تر انتخاباتو وروسته د شهباز شریف په مشرۍ نوی حکومت جوړ شوی دی. په حکومت کې د مسلم لیګ (ن) ترڅنګ پیپلز ګوند، متحده قامي مومنټ او ځینې نور ګوندونه شامل دي.

د پاکستان نوي منتخب شوي وزیراعظم تر ټاکل کې کېدو وروسته په لومړي ځل د کوم امریکایي چارواکي سره کتلي دي.

XS
SM
MD
LG