د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ځينو سېنېټرانو د انتخاباتي کمېشن د مشر خلاف د مقدمې دايرولو غوښتنه کړې ده


د پاکستان د پارلېمان دننه وداني ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان د پارلېمان دننه وداني ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان په سېنېټ کې د نيشنل ګوند سېنېټر طاهر بزنجو او د جماعت اسلامي ګوند سېنېټر مشتاق احمد خان د هغه هېواد د مرکزي انتخاباتي کمېشن خلاف د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د ټګيو د تورونو پر اساس د مقدمې دايرولو غوښتنه کړې ده.

د فبرورۍ پر ۲۰مه د پاکستان سېنېټ غونډې ته په وينا کې سېنېټر طاهر بزنجو تور پورې کړ چې په بلوچستان کې هغه ټول نوماندان پاتې راوستل شوي چې د ولس ريښتيني استازي ول او پر ځای يې د انتخاباتي کمېشن د خوښې نوماندان بريالي ګرځول شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د انتخاباتي کمېشن مشر سکند سلطان راجا دې ګرفتار کړل شي او د هغه خلاف دې د ايين د سرغړونې مقدمه دايره کړل شي.

بل خوا سېنېټر مشتاق احمد خان تور پورې کړ چې انتخاباتي کمېشن د رڼو انتخاباتو په تر سره کولو کې پاتې راغلی نو پر دې اساس کې د هغه کمېشن مشر مستعفي شي.

د پاکستان زیاتره سیاسي ګوندونه تور پورې کوي چې د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې ټګي شوې ده او انتخاباتي نتیجې بدلې کړل شوې دي، خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن په بیا بیا دغه تورونه رد کړي دي او ویلي يې دي چې ټاکنیز بهیر بشپړ شفاف او عادلانه وو او که څوک اعتراض لري نو له ثبوت سره دې هغې ادارې او عدالت ته ورشي.

XS
SM
MD
LG