د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د انتخاباتو د خونديتوب لپاره شاوخوا ۶ نيم لاکه پوليس او امنيتي سرتېري ګوماري


د پاکستان یو امنیتي سرتېری د انتخاباتو د بهیر ساتنه کوي - پخوانی انځور
د پاکستان یو امنیتي سرتېری د انتخاباتو د بهیر ساتنه کوي - پخوانی انځور

د پاکستان د اطلاعاتو او کورنیو چارو لنډمهاله وزیرانو ویلي چې د فبرورۍ اتمې د عامو انتخاباتو په خوندي توګه ترسره کېدو لپاره يې بشپړ انتظامات کړي دي.

د اطلاعاتو نګران وزیر مرتضا سولنګي او د کورنيو چارو نګران وزير اعجاز ګوهر د فبرورۍ پر شپږمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وویل، د انتخاباتو د امنيت لپاره به پر ۵۱۱،۰۰۰ پولیسو سربېره ۱۳۷،۰۰۰ نور امنیتي سرتېري هم ګومارل کېږي.

هغوی زياته کړه چې په ټول هېواد کې د انتخاباتو لپاره ۹۰،۷۷۷ د رایو اچولو مرکزونه (پولينګ سټېشنونه) جوړ شوي دي او په هغوی کې ۲۰،۹۸۵ "حساس" او ۱۶،۷۶۶ پولینګ سټیشنونه "ډېر حساس" اعلان شوي دي. په دې حساب په پاکستان کې د رايو اچولو ۲۰ سلنه مرکزونه حساس ګرځول شوي دي.

په پاکستان کې د رايو اچولو هغو مرکزونو ته حساس ويل کېږي چې هلته د ناامنۍ خطر يا تهديد موجود وي.

لنډمهاله وزيرانو زياته کړه چې د رایو اچولو په هر مرکز کې به څلور پوليس سرتېري ځای پر ځای کېږي خو په حساسو سيمو کې به دا شمېر زيات وي.

سولنګي وويل، د نګران وزیر د ټاکل کېدو پر مهال یې ژمنه کړې وه چې انتخابات به پر اتمه فبرورۍ ترسره کېږي او اوس هم خلکو ته ډاډ ورکول غواړي چې انتخابات به پر ټاکلي وخت او په سوله ييز چاپيريال کې ترسره شي.

پر دې مهال د کورنیو چارو نګران وزیر ګوهر اعجاز وويل، په پاکستان کې په ۲۰۱۸ز کال کې د ناامنيو په پېښو کې ۶۶۶ کسان وژل شوي ول، خو بيا هم انتخابات شوي ول. د نوموړي په وينا، دا ځل به یې هڅه وي چې انتخابات له تلفاتو پرته وشي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG