د لاسرسي ځای

تازه خبر

په درازنده کې د تېلو او ګیسو په یوې کمپنۍ برید شوی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په درازنده سیمه کې د نومبر د شپږمې نېټې په شپه ناوخته په یو وسله وال برید کې د یوې شخصي کمپنۍ دوه ساتونکي وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د درازنده سیمې د پولیسو مشر ډي اېس پي اصغر علي شاه د نومبر په اوومه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه نامعلومو وسله والو د الحاج د تېلو او ګېسو کمپنۍ په ودانۍ برید وکړ چې په ترڅ کې یې د کمپنۍ ساتونکیو ته مرګ ژوبله واوښته. ده وویل، وژل شوي او ژوبل کسان د پوځ پخواني متقاعد سرتېري ول چې په یاده کمپنۍ کې یې د ساتونکیو په حیث کار کولو.

نوموړي وویل: "حمله د کمپنۍ په هغو ساتونکیو شوې ده چې د انجینیرانو په امنیت ګمارل شوي وو او له هغوی سره به یې د سفر پر مهال د امنیت ساتنه کوله. درازنده ټوله غرییزه سیمه ده، له پېښې وروسته پولیس هلته ورغلي او د وسله والو لټون یې پیل کړی دی."

بل پلو د ژغورنې د ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند اعزاز محمود دوتاڼي د نومبر په اوومه مشال راډیو ته وویل، په الحاج تیل او ګیس کمپنۍ کې له شلو نیولې تر دېرشو پورې ساتونکي موجود وو خو د بریدکوونکیو د شمېر په اړه هغوی معلومات نه لري. نوموړی وايي، له پېښې وروسته پولیسو سیمه په خپله ولکه کې اخېستې او امنیت ټینګ شوی دی.

الحاج د تېلو او ګیسو کمپني په درازنده سیمه کې د معدنیاتو د لټون لپاره د برمه کارۍ یا ډرېلېنګ کار کوي.

تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې د برید مسوولیت قبول کړی نه دی.

په درازنده کې د تېلو او ګیسو په شخصي کمپنۍ تر برید یوه ورځ وړاندې د خیبر په تیرا سیمه کې په یوه نښته کې څلور پوځیان وژل شوي ول. د پاکستان د پوځ عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) د نومبر پر شپږمه په يوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې په وژل شویو کې یو کرنل او درې سرتېري شامل دي. پوځ ادعا کړې وه چې په نښته کې یې درې مشکوک وسلوال وژلي او درې ژوبل دي.

پوځ په بیان کې دا نه دي ویلي چې د وژل شویو او ژوبلو وسلوالو ډلو تړاو له کومې ډلې سره وو او تر اوسه یې په اړه کومې وسلوالې ډلې هم څه نه دي ویلي.

خو پوځ زیاتوي چې د نومبر شپږمې نښته هغه مهال شوې چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات کول.

په وروستیو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو یوشمېر بریدونه شوي ول.

تر دې وړاندې د پنجاب په میانوالي ضلع کې د اېم اېم عالم ایریېس په نامه د پاکستان د هوايي ځواکونو پر مرکز، د نومبر د درېیمې او څلورمې نېټې په منځنۍ شپه وسلوال حمله کړې وه چې د پوځ په وینا هغه حمله یې په شاتمبولې او نهه واړه بریدکوونکي وسلوال یې وژلي ول.

تر هغې مخکې د نومبر پر درېیمه د بلوچستان په ګوادر سيمه کې د وسلوالو په برید کې ۱۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG