د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد پولیس وايي پاتې غیرقانوني کډوال بندیان او مالونه یې قبضه کېږي


د اسلام اباد پولیس - انځور له ارشیفه
د اسلام اباد پولیس - انځور له ارشیفه

اسلام اباد پولیسو اعلان کړی چې د اکتوبر له ۳۱مې وروسته، په پلازمېنه کې پاتې غيرقانوني بهرني کډوال په ځانګړو لنډمهالو بنديخانو کې ساتي او ملکیتونه یې قبضه کېږي.

اسلام اباد پولیسو د اکتوبر پر ۳۱مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې اړه یې يو پلان جوړ کړی چې له مخې به یې بندي غيرقانوني کډوال د تحقیقاتو وفاقي ادارې (ایف ای اې) په مرسته خپلو هېوادونو ته لېږي. په پاکستان کې د بهرنيوو کډوالو اکثریت افغانان دي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر پر درېيمه اعلان کړی وو چې ټول هغه بهرني کډوال به له خپلې خاورې وباسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. تر دې اعلان وروسته په زرګونو افغانان د چمن او تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي خو ډير لا هم پاتې دي.

د اسلام اباد پوليسو په خبر پاڼه کې ويل شوي چې هغه بهرنیان به نه نيول کيږي چې رجسټريشن یا ثبت کارتونه لري. خو هغوی چې د هستوګنې اسناد نه لري، تر نیول کېدو وروسته به ترې موبایل فونونه اخیستل کېږي او د تحقیقاتو وفاقي ادارې ته به سپارل کېږي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې، هېومن رايټس واچ د اکتوبر پر ۳۰مه، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې پاکستان باید سمدستي د پولیسو لخوا د افغانانو ځورول او په زور د کډوالو شړل بس کړي. دې ادارې زیاته کړې چې د پاکستان نګران حکومت باید د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره په شريکه په کار کولو سره غیر رجسټرډ افغانان ثبت کړي.

د پاکستان نګران حکومت ټينګار کوي چې يوازې غيرقانوني کډوال وباسي او هغوی چې ځانونه یې ثبت کړي دي، کولی شي په دغه هېواد کې واوسېږي. خو ځينو افغانانو مشال راډيو ته ويلي چې پر اسنادو سربیره یې پاکستاني پولیس ځوروي.

په همدې حال کې د پاکستان بشري حقونو ادارې د اکتوبر پر ۳۱مه په يو بل بیان کې پر نګران حکومت غږ وکړ چې د افغان کډوالو پر ضد دې کاروايي ودروي. دې ادارې زیاته کړه چې د پاکستان د دې پرېکړې له وجې د لوی بشري بحران رامنځته کېدو خطره ده. دوی خپل دغه بیان د يو ليک په شکل کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې ته هم لېږلی دی.

د مخ پر زیاتېدونکو نيوکو په ځواب کې، د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د اکتوبر پر ۳۰مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي‌وو چې د غيرقانوني کډوالو ایستل د نړیوالو اصولو او قوانينو په خلاف کار نه دی. نګران حکومت د ستنېدو عمل ګړندي کولو لپاره په بلوچستان کې افغانستان ته تللې درې نورې لارې پرانیستې دي.

د نړيوالو پر فشارونو سربیره هم، د پاکستان نګران حکومت وايي چې د غیرقانونه کډوالو ایستل حتمي دي. د اسلام اباد پولیسو په خپله خبر پاڼه کې زیاته کړې چې په موقتي بنديخانو کې ساتل کېدونکي بندي کډوال به د هرې چارشنبې او هرې پنجشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا له لارې پر تورخم افغانستان ته وړل کېږي.

د يادونې وړ ده چې د اکتوبر د ۳۱مې ماښامه پورې هېڅ غيرقانوني کډوال جوړو شويو کمپونو ته نه وو لېږل شوي. البته په دغه ورځ د پلازمېنې پراختيايي ادارې يا سي ډي اې د اسلام اباد په سيکټر ۱۲ کې د افغانانو کورونه وران کړل. د دې ادارې يو افسر د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې دا کورونه د تجاوزاتو په خلاف د عملیاتو په وخت ويجاړ شوي او يوازې د افغانانو کورونه نه وو بلکې هر هغه چا چې قانوني ځای جوړ کړی، له منځه وړل شوی دی.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG