د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د افغان کډوالو د معلوماتو جمع کولو پرېکړه کړې ده


په پېښور کې افغان کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو مرکز کې نوملیکنه کوي - پخوانی انځور.
په پېښور کې افغان کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو مرکز کې نوملیکنه کوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا نګران حکومت اړونده چارواکو ته امر کړی چې په صوبه کې د هغو افغان کډوالو په اړه معلومات جمع کړي چې په ناقانونه توګه هلته اوسي.

د سېپتېمبر پر ۱۴مه په پېښور کې د نګران اعلا وزیر اعظم خان په مشرۍ د لوړپوړو چارواکو د کمېټۍ (اپېکس کمېټۍ) په غونډه کې شوې ده.

د اعلاوزیر دفتر په بیان کې ویلي دي چې په غونډه کې د غیرقانوني کارونو، قاچاق (سمګلنګ) او د حوالې (هونډۍ) کاروبار په ګډون پر یوشمېر چارو خبرې وشوې.

د خیبر پښتونخوا نګران حکومت د افغان کډوالو په اړه د معلوماتو غونډولو فیصله پر داسې مهال کړې ده ده چې په کراچۍ ښار کې پولیسو په تېرو شپږو ورځو کې د ښار په اتو ضلعو کې ۵۴۵ افغان کډوال نیولي دي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د افغانانو د ورتګ بهیر هم تېز شو.

په وروستیو کې په نیول شویو کې زیاتره هغه افغانان دي چې په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر بيا واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG