د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنرمند او پخوانی خبریال نجیب همدرد په دوبۍ کې ډرايوري کوي


هنرمند او پخوانی خبریال نجیب همدرد په دوبۍ کې ډرايوري کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:15 0:00

د نجیب الله همدرد پلار خواهش درلود چې زوی یې خبریال شي. هغه په شمالي وزیرستان کې خبریالي وکړه خو ترهګرۍ او غریبۍ مجبوره کړ چې پر لوړو زده کړو سربیره هم، په مزدورۍ پسې دوبۍ ته مسافر شي. د ورځني کار ترې خبریالي پاتې کړه خو د هنر شوق یې پاللی دی. د سندرو ويل هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعال غړي، ارمان لوڼي تر مرګ وروسته پيل کړل. همدرد په خپلو بچو پسې خفه دی خو د ليدو لپاره یې وطن ته ځکه نه شي تللی چې په دوبۍ کې یې د وېزې شرط دوه کاله پاتېدل دي. همدرد د خپل ژوند کیسه بشير ګواښ ته په دې ويډيو کې کړې چې په متحده عرب اماراتو کې د پښتنو د ژوند په اړه د مشال رېډيو د ويډيويي راپورونو د لړۍ درېيمه برخه ده. هيله ده چې دوستانو سره یې شريکه کړئ.

XS
SM
MD
LG