د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومتي چارواکو هرات کې د موسیقۍ الې سوځولې دي


طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته یوشمېر سخت قوانین عملي کړي دي ـ پخوانی انځور.
طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته یوشمېر سخت قوانین عملي کړي دي ـ پخوانی انځور.

په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست د موسیقۍ یوشمېر ضبط کړې الې سوځولې دي.

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې د ریاست مشر عزیزالرحمن المهاجر د جولای پر ۳۰مه وویل چې د موسیقۍ خپرول او غږول د "اخلاقي فساد او د ځوانانو د بې لارې کېدو سبب" کېږي.

تر دې وړاندې په خوست کې د شخصي رسنیو مسوولانو ویلي ول چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکو ورته ویلي دي چې په خپلو خپرونو کې دې موسیقي او سندرې نه خپروي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې په پرله پسې ډول سخت قوانین او مقررات وضع کړي چې د اسلام په اړه د هغوی د سختې تشرېح ښکارندويي کوي.

طالبانو په وروستي اقدام کې په ټول افغانستان کې د ښځو پر سینګارتونونو هم بندیز ولګاوه چې له امله یې شاوخوا ۶۰،۰۰۰ ښځې د بې کارۍ له خطر سره مخامخ شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG