د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسي مشران: حکومت د راجګل کډوالو د ستنېدو دویمه لړۍ ځنډولې


په  ۲۰۱۳ز کال کې له راجګله ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوي دي ـ پخوانی انځور.
په  ۲۰۱۳ز کال کې له راجګله ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوي دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا خیبر ضلعې په جمرود کې د کوکيخېلو مشران وايي چې حکومت تیرا راجګل ته د کډوالو د ستنېدو دویمه لړۍ ځنډولې ده.

دوی د جولای پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې روان کال د مارچ په میاشت کې په وړومبي پړاو کې شاوخوا ۵،۰۰۰ کورنۍ خپلو کلیو ستنې شوي دي خو چارواکو د نامعلومه وجوهاتو پر اساس د ستنېدو دویمه لړۍ ځنډولی ده.

چارواکو هم لا د بهیر ځنډولو لامل نه دی ښوولی خو د خیبر د انتظامي مشر په جون کې په یو بیان کې ویلي ول چې د تیرا رایفلز په نوم د ملېشې ځواک یو مشر کرنل ولي تاج کاکړ په جمرود کې د تیرا راجګل سیمې له کډوالو سره لیدلي ول او ورته یې باور ورکړی وو چې د پاتې کډوالو د ستنېدو بهیر به ژر پیل کړي.

چارواکو په دې اړه کومه مشخصه نېټه هم نه وه ښوولې.

یو ځايي مشر ملک نصیر کوکيخېل وویل چې سیمه یې د پوځ په کنټرول کې ده نو باید د ستنېدو اجازه ورکړي. نوموړي پوښتته وکړه چې له افغانستان سره په پوله اغزن تار غځول شوی او سیمه کې پوځي چاوڼۍ جوړه ده نو امنیت ولې نه په ځای کېږي؟

بلخوا د خیبر پښتونخوا د نګران حکومت د مرستندویه او د بیاابادۍ چارو لنډمهالي وزیر تاج محمد اپرېدي مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د راجګل د کډوالو ستنېدو لپاره به ژر د ملېشې له مشر سره وویني او د ستونزې حل به پیدا کړي.

تیرا راجګل د خیبر ضلع د جمرود تحصیل برخه ده. په ۲۰۱۳ز کال کې د بدامنۍ او پوځي عملیاتو له امله د هغې سیمې شاوخوا ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوې چې اوسمهال د جلوزو کډوالو کیمپ پر ځای په جمرود کې له خپلوانو کره اوسي.

د تیرا راجګل د جمرود له بازاره شاوخوا ۹۰ کېلومیټره لیرې پرته غرییزه سیمه ده چې یو اړخ یې د افغانستان له ننګرهار ولایت، او نورې برخې یې له تیرا میدان، اورکزیو او کورمې سره لګېدلې دي.

XS
SM
MD
LG