د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او ایران پوځي مشرانو پر امنیتي موضوعاتو خبرې کړې دي


د ایران او پاکستان ترمینځ د تفتان د پولې دروازه - پخوانی انځور.
د ایران او پاکستان ترمینځ د تفتان د پولې دروازه - پخوانی انځور.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منير په تهران کې له خپل ايراني سيال سره پر امنيتي مسایلو خبرې کړې دي.

په اسلام اباد کې د ايران سفارت د جولای پر ۱۵مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې جنرال منير له جنرال محمد باقري سره د خبرو په وخت د دفاعي همکاريو په هکله غږېدلی دی.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې د جولای پر ۱۴مه ويلي ول چې جنرال عاصم منير د ایران د دوه ورځني سفر پر مهال له پوځي او ملکي چارواکو سره پر دوه اړخيزو مسايلو بحثونه کوي.

ايراني رسنيو ليکلي چې د دې ملاقاتونو مهمه موضوع د ايران او پاکستان ترمینځ پر پوله د وسلوالو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره د لارو چارو موندل دي.

د ایران ناارامه سیستان - بلوچستان ایالت د پاکستان له بلوچستان صوبې سره پوله لري. د جولای پر اتمه د هغه ایالت په زاهدان کې د پولیسو پر مرکز په وسلوال برید او بیا نښته کې دوه سرتېري او څلور مشکوک وسلوال وژل شوي ول.

تهران اکثر شکایت کوي چې له پاکستانه وسلوال وراوړي او هلته حملې کوي، خو اسلام اباد وايي، خپله خاوره د هېچا ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي او په بلوچستان کې یې د وسلوالو ضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG