د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټي ای ار نظام لاندې له روسيې په سامان بار ټرکونه پاکستان ته رسېدلي


له ماسکو دا لارۍ یو روسي موټروان تورخم ته لېږدولې: انځور د جولای اتمه، کال ۲۰۲۳
له ماسکو دا لارۍ یو روسي موټروان تورخم ته لېږدولې: انځور د جولای اتمه، کال ۲۰۲۳

د پاکستان د کسټمز یا ګمرکونو چارواکي وايي، د تجارتي مالونو د نړیوالو لارو (انټرنېشنل روډ ټرانسپورټ) د نظام لاندې د روسیې او ازبکستان نه په خوراکي او نورو توکیو بارې دوې لارۍ د افغانستان له لارې تورخم ته رسېدلې دي.

ټي ای ار (TIR) د نړیوالو ګمرکونو نظام دی چې په پراخه کچه جغرافیايي فعالیت لري. دا مهال په نړۍ کې ۶۶ هیوادونه د یاد نظام لاندې کار کوي او پاکستان هم د دغه نظام لاندې زر فعالیت پیلوونکی دی.

د یاد نظام لاندې د نورو ګمرکي لارو غوندې په نړیوالو سرحدونو له محصولاتو او مالیو پرته پر ځمکنیو لارو تجارتي راکړه ـ ورکړه کېږی. د ټي ای ار نظام یو شرط دا هم دی چې د هیوادونو ترمنځ تجارت به پر ځمکنیو لارو کېږي.

د پاکستان د کسټمونو د ادارې یو چارواکي کلېکټر محمد اشفاق مشال راډیو ته وویل، پاکستان په ۲۰۱۸م کال کې دا لوظنامه لاس لیک کړې وه خو د نوموړي په وینا دا لوظنامه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د ملګرو ملتونو د چارټر لاندې شوې وه.

نوموړی وايي: "د لوظنامې د لاس لیک کولو نه پس د دې نظام نه د ګټې اخیستو لپاره د کسټم قوانینو جوړولو زیات وخت واخیست. په لومړیو کې دا قوانین سخت ول نو ټرانسپورټرانو به پرې اعتراضونه کول خو بیا مو اسانه کړل. د قوانینو له جوړولو وروسته مو په دې اړه په ټرانسپورټرانو کې د پوهاوي کمپېن وچلولو. اوس د ټرانسپورټ اووه کمپنۍ رجسټرډ دي چې د دې نظام لاندې د کار کولو جوګه دي او اسناد یې برابر دي."

رمیزعلي ربانی د هغې ټرانسپورټ کمپنۍ مشر دی چې دوه ټرکه مال یې له ماسکو او تاشکند نه تورخم ته رسولی. نوموړي د جولای پر اتمه یې مشال راډیو ته وویل:

"له ماسکو نه په راغلې لارۍ کې سپینه لوبیا او له تاشکنده په راغلې لارۍ کې سپین تارونه راوړل شوي دي. له روسیې نه د راغلې لارۍ چلوونکی روسی او له تاشکنده د راغلي ټرک چلوونکی پاکستانی دی. دا لومړی ځل دی چې له روسیې پاکستان ته د ټي ای ار نظام له لارې مال رسېږي. دا ټرکونه په دوو اونیو کې د تاجکستان، ازبکستان او افغانستان له لارې تورخم ته رارسېدلې دي."

نوموړی وايي، له ماسکو او تاشکند نه تر تورخمه پورې دا لارۍ په خوندي ډول رسېدلې دي. هغه وايي، پاکستان ته راغلي ټرکونه به په څو ورځو کې دننه له پاکستانه د جراحۍ سامانونه، وريژې، رخت او نور توکي باروي او واپس به روانېږي.

بل پلو، د پاکستان او افغانستان د ګډې تجارتي خونې مشر زاهد شینواری وايي پاکستاني تجاران د دغه نوي نظام لاندې کار کولو ته ډېر خوشاله دي خو د نوموړي په وینا له ماسکو او تاشکنده په خوراکي او نورو موادو بارې لارۍ په ازمېښتي یا علامتي ډول باندې تورخم ته رسېدلې دي او دا لوظنامه په مکمله توګه عملې شوې نه ده.

نوموړی وايي:

"تر دې وړاندې هم له ازبکستان نه څو ټرکونه د ټي ای ار نظام لاندې دلته راغلي وو، مالونه یې راوړي وو خو بیا مو څه ونه لیدل. دا ښه خبره ده چې له روسیې او ازبکستان نه دا ټرکونه دلته تورخم ته راورسېدل. سوداګر د دې نظام لاندې کارکولو ته ځکه خوشاله دي چې د کسټم او سرحدي لارو سره تړلې ستونزې پکې نه وي. د پاکستانیو سوداګرو دا ډېره پخوانۍ غوښتنه وه چې د دې نظام لاندې تجارت وکړي. اوس د پاکستان ترڅنګ، افغانستان او د سیمې ګڼو نورو هیوادونو هم دا لوظنامه لاس لیک کړې ده."

نوموړی وايي که د ټي ای ار نظام په جدیدو او مسلکي طریقو عملي شي نو د روسیې، پاکستان، افغانستان او د منځني ایشیا د هیوادونو ترمنځ د تجارت مجموعي حجم اربونو ډالرو ته پورته کېدای شي.

XS
SM
MD
LG