د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ولسمشر د احتساب ادارې په قانون کې د بدلون فرمان لاسليک کړ


د پاکستان احتساب قامي‌اداره یا نېب د عدالت په حکم په ۱۹۹۹ز کال کې د درغليوو د مخنيوي لپاره جوړه شوه.
د پاکستان احتساب قامي‌اداره یا نېب د عدالت په حکم په ۱۹۹۹ز کال کې د درغليوو د مخنيوي لپاره جوړه شوه.

د پاکستان ځای ناستي ولسمشر او د سېنېټ چېرمېن صادق سنجراني د قامي احتساب ادارې (نېب) په قانون کې د بدلون په اړه فرمان جاري کړی دی.

د نېب د ۲۰۲۳ز کال په ترميمي ارډيننس (فرمان) کې به د نوي بدلون له مخه که څوک د قامي احتساب ادارې لخوا ونيول شي نو د جسماني ريمانډ موده به يې د ۱۴ ورځو پر ځای ۳۰ ورځې وي.

د نوي فرمان له مخه که کوم ملزم د احتساب له قامي ادارې سره په پلټنو کې همکاري ونه کړي نو د نېب مشر د هغه کس د ګرفتارۍ امر کولی شي.

د جولای پر څلورمه د احتساب ادارې په قانون کې دا بدلونونه مخکې وفاقي کابينې منظور کړل او بیا يې د لاسليک لپاره ځاي ناستي ولسمشر صادق سنجراني ته واستول. د سنجراني له لاسليک کولو وروسته اوس دا بدلونونه د قانون برخه شول.

تر دې وړاندې د پارلېمان تر منظورۍ وروسته چې به موجوده حکومت قانوني مسودې د لاسليک کولو لپاره ولسمشر ډاکټر عارف علوي ته لېږلې، نو په هغوی کې به يوشمېر مسودې د لاسليک کولو پر ځای د بیا کتنې لپاره پارلېمان ته لېږلې، خو ولسمشر ډاکټر عارف علوي دا مهال د حج ادا کولو لپاره په سعودي عربستان کې دی.

پاکستان احتساب قامي‌اداره یا نېب د عدالت په حکم په ۱۹۹۹ز کال کې د درغليوو د مخنيوي لپاره جوړه شوه.

دا اداره احتساب عدالتونه هم لري او د تورنو کسانو د نيولو واک هم. د دې ادارې مشر د حکومت او اپوزیشن په سلا ټاکل کېږي.

XS
SM
MD
LG