د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د امن او سوکالۍ لپاره له افغانستان سره ګډ کار ته تیار دی


په وروستیو کې د پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره اړیکې ښې شوي دي ـ پخوانی انځور.
په وروستیو کې د پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره اړیکې ښې شوي دي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره ګډ کار کولو ته تیار دي او غواړي چې له کابل سره همکارۍ او اړیکو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۴مه پر ټویټر ليکلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني له بلاول بوټو زرداري وليدل او د ترهګرۍ د مخنیوي، له افغانستان سره د سوداګرۍ او اړیکو په اړه معلومات ورکړل.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فعالیت په اړه اندېښمن دی، خو د طالبانو حکومت یې په وار وار دا اندېښنې رد کړې دي.

له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، پاکستان په خورا فعال ډول په هغه هېواد کې د سولې، بشري مرستو او له نړۍ سره د طالبانو د اړیکو په نوم په نړیوالو سټېجونو ګڼ اقدامات کړي دي.

پاکستان لومړنی هېواد وو چې په اسلام‌اباد کې یې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته وسپاره، خو لا هم يې د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت پېژندلی نه دی.

بلخوا د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې د د دوی د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د افغانستان له لارې له ترکمنستانه پاکستان ته د ګیس او نفتي موادو د ترانزیټ طرحه یې د ازمایښتي دورې لپاره منظوره کړې.

د طالبانو حکومت اقتصادي معاونیت پر ټویټر لیکلي"دا طرحه د اقتصادي ودې او ترانزیټ د پياوړتیا په موخه جوړه شوې چې له مخې به یې له مرکزي اسیا څخه سویلي اسیا ته د ګیس او نفتي موادو په ترانزیټ کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان کاروباریان لا ګوادر بندر ته په بشپړ ډول د برامد (صادراتو) او درامد (وارداتو) لپاره اجازه نه‌‌ لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خان جان الکوزي وايي، افغان سوداګر اجازه لري چې د واګه بندر له لارې صادارت وکړي، خو لا د وارداتو اجازه نه‌ لري.

"زموږ په سلګونو کانټینر هندوستان ته ځي، واګې ته موږ لاسرسی لرو. زموږ صادارت له هغې لارې په منظم شکل روان دي او واردات مو بیا د کراچۍ له لارې راځي. "

موده وړاندې د هند حکومت له پاکستان وغوښتل چې د واګه بندر له لارې افغانستان سره د بشري مرستې رسولو په موخه، د دوی له‌ خوا افغانستان ته انتقالېدونکو غنمو ته اجازه ورکړي، خو پاکستان یې غوښتنه و نه منله.

له دې پرته ډېر کله افغان سوداګر هم شکایت کوي چې پاکستان د افغان سوداګرو د توکو د صادراتو په موخه بېلابېلې "پلمې" لټوي او د دوی سوداګریز توکي د پاکستان له‌ خوا د لارو بندېدو له امله له‌ مينځه ځي.

XS
SM
MD
LG