د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتين: د اېف ای اې لخوا زموږ ورغوښتل ناروا کار دی


منظور پشتين په باجوړ کې یوې جلسې ته وينا کوي - انځور له ارشيفه
منظور پشتين په باجوړ کې یوې جلسې ته وينا کوي - انځور له ارشيفه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پاکستان تحقیقاتو وفاقي ادارې (اېف ای اې) لخوا پر هغه او نورو ملګرو لګول شوي د پوځ پرضد د خلکو پارونې تورونه رد کړي او دا یې د بیان ازادۍ تروړل بللي دي.

د غورځنګ مشر منظور پښتين د جون پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې نه له پلټنو او زندانونو ويريږي او نه یې دا خنډونه د پښتنو د حقونو لپاره له خپلې مبارزې اړولای شي.

هغه زیاته کړه، "د دوی لخوا زموږ ورغوښتل بيخي ناروا دي. بيخي ناجایزه دي. دوی د دغه کار لپاره نه دي چې د ولس اصلي ستونزې بيانونکي دې نيسي."

نوموړي‌ وویل چې دوی پر پښتنو د جبر په خلاف راوتلي دي. د ده په وینا، "په دې لار کې که موږ نيول کېږو او که نورې مسلې راته جوړېږي، دا زموږ لپاره افتخار دی چې د خپل ولس لپاره پر ځان ستونزې وګالو."

ریاست د نفرت پيدا کولو بیانونو ضد قوانين د خپلو ناقدینو پر ضد کاروي.
فرح ضيا

د پاکستان تحقیقاتو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د جون پر ۱۷مه منظور پښتين او د دې غورځنګ دريوو نورو مشرانو ته په لېږلو نوټسونو کې تور پورې کړی چې د امنيتي ادارو په خلاف یې په خلکو کې د نفرت پيدا کولو هڅه کړې ده.

د منظور پښتين تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو مخکښانو، علي وزیر، حاجي عبدالصمد، عالمزېب مسيد او حضرت نعيم ته هم امر شوی چې د جون پر ۲۳مه، د انټرنېټي جرمونو د مخنيوي د قوانينو لاندې د تحقیاتو لپاره حاضر شي.

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن وايي حکومت دې د بیان ازادۍ ته احترام وکړي او د بشري حقونو فعالان دې نه خاموشوي.

د دې کمېشن اداري مشرې، فرح ضيا د جون پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې ریاست بايد د خپلو وګړو پر ضد قوانين په غلط ډول ونه کاروي.

فرح ضيا زیاته کړه: "په پاکستان کې اوسمهال د بیان ازادي په بدترين حالت کې ده. زموږ په فکر د بیان ازادۍ حق تر ټولو بشري حقونو غوره دی ځکه چې له دې سره د خلکو د راټولېدو حق هم تړلی دی."

نوموړې وویل چې ریاست د نفرت پيدا کولو بیانونو ضد قوانين د خپلو ناقدینو پر ضد کاروي. د دې په وینا، د ریاست لپاره دا هم ممکنه ده چې د خپلو وګړيو په خلاف له قانونه پورته کاروايي وکړي.

هغې وویل، "په پاکستان کې دا کار له ډېر پخوا راهیسې په مسلسل ډول کېږي. د ملک په ایین کې د بیان ازادۍ حق خوندي دی خو حکومت نوي قوانين راوباسي لکه پيکا قانون يا د ټولنيزو رسنيوو اصول یې چې معرفي کړي دي. په دې سره د خپلو وګړيو ژبې بندوي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو په خلاف د پوځ ضد بیانونو مقدمې نوې نه دي. د دې غورځنګ يو مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د پوځ پرضد د خلکو د پارونې په تور څه دپاسه دوه کاله په زندان کې تېر کړي دي. هغه د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ پر ۱۴مه په ضمانت له بنده خوشې شو.

بل پلو په ډېره اسماعيل خان کې پوليسو د جون پر ۱۶مه، د دې غورځنګ يو بل مخکښ او د لادرکه خلکو لپاره مبارزه کوونکی، عالمزېب مسيد د چرسو ساتلو په تور ګرفتار کړ خو نوموړي دا تورونو دروغ او مقدمه یې د هغه د غږ خاموشولو سرکاري هڅه بللې ده.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن هم د جون پر ۱۸مه په یو بیان کې وويل، داسې ښکاري چې د مسيد پر ضد د جعلي تورونو په بنیاد مقدمه جوړه شوې ده خو پولیس وايي د تورونو نوعيت معلومولو د عدالت کار دی.

XS
SM
MD
LG