فخر کاکاخېل وايي، "جنګ نامه" کتاب د پښتنو سيمو کړکېچونه څېړي
دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د خيبر پښتونخوا نوميالی خبريال او شنونکی سيد فخر کاکاخېل مېلمه کړی دی. نوموړی له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې په پاکستان کې صحافت کوي او ادبې کورنۍ سره تعلق لري. کاکاخېل د پاکستان قامي، ځايي او نړيوالو رسنيو سره هم کار کړی دی او د ترهګرۍ ضد جنګ او په خيبر پښتونخوا کې پخوانۍ او اوسنۍ بدامنۍ يې له نزدې څارلې دی. نوموړي په دې لړ کې يو کتاب هم لیکلی چې جنګ نامه نومېږي. فخر وايي، د خيبر پښتونخوا او د سيمې په اړه په پنجاب کې عام ولس ته هېڅ معلومات نشته او همدغه وجه ده چې د جنګ نامې کتاب له لارې یې روان حالات او د دې ترشا وجوهات په ډاګه کړي. بشپړه مرکه واورئ.
برخې
-
نومبر ۲۸, ۲۰۲۴
اصف خان: پر انټرنېټ محدودیتونه پاکستان ډېر زیانمنوي
-
نومبر ۰۸, ۲۰۲۴
منصور مسيد وايي په قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ خپل وجوهات دي
-
اکتوبر ۲۰, ۲۰۲۴
ډاکټر عرفان اشرف: پښتون قامي جرګې پښتنو ته د راتلونکې لاره وښوده