د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې انټرنېټ په جزوي توګه بحال شوی


په پاکستان کې د یو شمېر خلکو کاروبارونه د انټرنیټ سره تړلي دي ـ پخوانی انځور
په پاکستان کې د یو شمېر خلکو کاروبارونه د انټرنیټ سره تړلي دي ـ پخوانی انځور

په پاکستان کې تر درې ورځني بندیز وروسته د پاکستان ټېليکمیونیکېشن اتارټي (پي ټي اې) په هغه هیواد کې انټرنیټ په جزوي ډول بېرته بحال کړی دی.

ادارې د کورنیو چارو وزارت په امر د مې پر نهمه د تحریک انصاف مشر عمران خان تر نیونې او احتجاجونو تر پېل کېدو وروسته انټرنیټ تړلی وو.

د پاکستان په ښاري سیمو کې میشت خلک وایي انټرنېټ یې د ژوند مهمه برخه ګرځیدلی او بندش یې ژوند او کار اغېزمنوي.

د پېښور عبدالحمید د کریم په نامه کمپنۍ کې موټرسایکل چلوي، هغه د انټرنیټ له لارې سورلۍ پیدا کوي، تر منزله یې رسوي او له دې لارې پیسې ګټي. هغه وایي اته ماشومان لري خو چې انټرنیټ نه وي، هغوی ته ډوډۍ نشي پیدا کولی. ''زمونږ کار په نیټ ولاړ [منحصر] دی، خپلو ټولو سورلو سره پر انټرنیټ رابطه کوو. وټس اېپ هم بند وو، سخت تکلیف وو ، چې حالات هم خراب وي، کارونه هم نه وي او دپاسه ورپسې نیټ هم بند شي نو مونږ به بیا څه کوو؟''

د انټرنیټ بندش د وړو کاروباریانو ترڅنګ انټرنیټ ورکونکو کمپنیو ته هم زیانونه اړولي دي. د پاکستان ټیلې کمیونیکېشن (پي ټي اې) ترمخه، په درې ورځو کې د انټرنیټ کمپنیو ته ۱،۶ اربه روپۍ تاوان رسیدلی دی.

په پاکستان کې د انټرنېټ د بندیز په خلاف د مې په ۱۱مه په لاهور های کورټ کې دوه درخواستونه جمع شوي ول او عدالت پي ټې اې او نورې اړونده ادارې عدالت ته غوښتي دي.

په پاکستان کې ځینې خلک د انټرنیټ له لارې سامانونه خرڅوي او له دې لارې کاروبار کوي.

سید حسین باچا هم یو هغو کسانو څخه دی چې انلاین دوکان لري او د نړۍ بېلا بېلو برخو کې مېشتو خلکو باندې د انټرنیټ له لارې سامانونه خرڅوي. هغه وایي درې ورځې یې کار ولاړ وو.

په پاکستان کې د انټرنیټي بندیز پر خلاف د بشري حقونو نړيوالو ادارو هم پر حکومت غږ کړی وو چې د بیان ازادۍ مخنیوی دې نه کوي او انټرنېټ دې خلاص کړي.

بل خوا د قبایلي ضلعو استوګن وایي، په نور پاکستان کې د څو ورځو لپاره انټرنېټ بند وو چې پر ضد یې بېلا بېل غبرګونونه راغلل خو د دوی په سیمو کې هر وخت د انترنیټ بندیز وي خو څوک غږ نه اوچتوي.

د وزیرستان استوګن عادل وزیر مشال راډیو ته وویل، د انټرنیټ بندش د نور پاکستان په څېر قبایلو ته هم ستونزې پېښوي.''په ټول پاکستان کې انټرنېټ بند دی نو خلک شور کوي او چیغې وهي، مونږ هم د نورو خلکو په شان د پاکستان خلک یو. د انټرنېټ بندش زمونږ اقتصاد، تعلیم او کلچر باندې بد اثر کړی دی.''

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر راناثناالله د مې پر ۱۱مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د انټرنېټ د بندلو یوه وجه دا وه چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند زیاتره پلویان له همدې لارې فعالیت کوي او د هغوی د مخې نیولو لپاره یې هغه ګام پورته کړی دی.

په پاکستان کې په لومړي ځل په ۲۰۱۲ز کال کې د هغه وخت حکومت د اختر پر ورځ انټرنېټ بند کړی وو. تر هغې راوروسته حکومتونه وخت په وخت په هغه هیواد کې انټرنېټ په ځینو ورځو یا وختونو کې بندوي او یا یې محدودوي. حکومت دریځ لري چې دا کار د امن په ټینګښت کې مرسته کوي خو د بشري حقونو ادارې دا د بیان او فردي ازادۍ پر ضد بولي.

XS
SM
MD
LG