افتاب خان وايي په سوات کې د پوځي عملياتو پرضد به موثره اواز پورته کوي
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د سوات د «ولسي پاڅون» مشر افتاب خان مېلمه کړی دی. نوموړی له ۲۰۲۲م کال له اګست مياشت راهيسې په سيمه کې د بدامنۍ پرضد د لاريونونو او احتجاجي مظاهرو مشري کوي. نوموړي تېر کال خپلې لوړې زدکړې مکملې کړې خو د نوکرۍ يا د کاروبار پرځای يې د ولسي پاڅون بنسټ کېښود. هغه وايي، په پاڅون کې زيات شمېر د ځوانانو دی چې د بدامنۍ پرضد راوتلي دي. د ده په خبره په سيمه کې کله هم د پوځي عملياتو اجازه نه ورکوي او ولس پوه دی او ټولو له پکار ده چې د موجوده بدامنۍ خلاف يو موټي شي. د خپروني کوربه ګل اياز دی.
برخې
-
سپټمبر ۲۰, ۲۰۲۴
اختر کاکړ نالوستی دی خو په وروڼو يې لوړې زدکړې کړې دي
-
سپټمبر ۰۶, ۲۰۲۴
خالد ايوب وايي پښتانه بايد د خپلو حقونو لپاره "مبارزه" وکړي
-
اګست ۱۶, ۲۰۲۴
ناصر بنګښ وايي په بنو کې امن لپاره مبارزه جاري ساتي