د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې مظاهرچيانو له پوليسو سره د درېدو هوډ ښودلی


په سوات کې د بې امنۍ پر ضد د خلکو مظاهره
په سوات کې د بې امنۍ پر ضد د خلکو مظاهره

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د پوليسو په مرکز کې د چاودنو پر ضد د اپرېل پر ۲۶مه په خوازه خيله کې سوات قامي جرګې او په مينګوره کې پاکستان تحريک انصاف مظاهرې کړې دي.

مظاهرچيانو د چاودنو غندنه کړې او د ترهګرو پر وړاندې يې له پوليسو سره د درېدو هوډ ښودلی دی. د مينګورې په نشاط چوک کې مظاهرې ته د سوات ميېر (ښاروال) شاهد علي خان وويل چي ولس به د ترهګرۍ پرضد له پوليس سره يو ځای درېږي.

هغه زیاته کړه: "زه هغو خلکو ته دا پيغام ورکوم، چې تا اول هم [په ترهګرۍ کې] له تاڼي شروع کړې وه، تا اول هم له پوليسو شروع کړې وه، خو هغه وخت چې د ولس او پوليس ترمينځ کومې فاصلې وي، نن هغه ختم شوي دي. که ته د سوات يو پوليس ته هم تاوان رسوې، نو زما د علاقې ۱۰۰ پښتنو ته تاوان رسوې. نو زه به ستا په سترګو کې سترګې اچوم."

کبل کې د سوات قامي جرګې د اپرېل ۲۸مې مظاهره
کبل کې د سوات قامي جرګې د اپرېل ۲۸مې مظاهره

د پاکستان تحريک انصاف د مظاهرې اعلان د ګوند يو سياستوال او پخواني وفاقي وزير مراد سعيد، چې د سوات کبل سيمې سره تعلق لري، کړی وو. نوموړي د سوات تر چاودنو لږ وروسته رسنيوو ته په لېږلي ويډيو پيغام کې وويل چې د اپريل پر ۲۶مه به احتجاجونه پيلوي.

د اپرېل پر ۲۴مه د سوات په کبل کې د ترهګرۍ مخنيوي پوليسو په تاڼه (سي ټي ډي) کې شويو چاودنو کې ۱۸ کسان ووژل شول او ۵۷ ژوبل شول. پوليس وايي دغه چاودنې د بجلۍ د شارټ سرکټ له وجې شوي او وروسته هلته موجود بارود چاودېدلي دي. خو مظاهرچيانو غوښتنه کوله چې د چاودنو رڼې پلټنې دې وشي او ولس ته دې هر څه په ډاګه کړل شي.

د دې ترڅنګ د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل احمد شریف چودري هم ویلي دي چې د لومړنیو معلوماتو تر مخه، ښايي په سوات کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په مرکز کې شوې چاودنه هلته د موجود بارودو په وجه شوې وي.

نوموړي د اپریل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر وخت وویل چې د سوات د پېښې پلټنې روانې دي خو ابتدايي معلومات دا دي چې دا یو درې منزله عمارت وو او چاودنه په اول منزل کې، په هغه خونه کې شوې ده چیرته چې نیول شوې وسله او بارود پراته ول.

خو د سوات قامي جرګې وياند احمد شاه، چې د اپرېل پر ۲۵مه د نشاط چوک په مظاهره کې شامل وو، مشال راډيو ته وويل چې دوی د ریاست پر دعوو باور نه لري: "دې ریاست موږ ته په بیا بیا دومره دروغ ويلي چې اوس پرې خلک باور نه کوي. د ریاست ګټې جلا او د ولس ګټې جلا دي. نو ځکه موږ شفاف تحقیقات غواړو. دا پلټنې دې هم وشي چې پولیسو دومره ډېر چاودېدونکي مواد څنګه د خلکو د کورونو په مينځ کې د پولیسو په مرکز کې ایښي ول؟"

د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي برید کې ۹۵ کسان وژل شوي او ۲۲۱ ژوبل شوي ول. په لومړي سر کې د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې خو د سربکف مومند په نوم یو تن چې ځان د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې يو قوماندان ښيي، پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي وو چې برید دوی کړی دی. البته تحریک طالبان پاکستان مرکزي ډلې له هغې حملې سره لاتعلقي اعلان کړې وه.

د پېښور پولیسو د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د پېښور پریس کلب مخې ته احتجاج کړی وو او پر ریاست یې غږ کړی وو چې د ناامنۍ مخنیوی دې وکړي. دوی شعارونه ورکول چې د بريد تر شا چې "کوم نامعلوم کسان دي، هغه موږ ته معلوم دي." د پولیسو دغه احتجاج یو بې ساری عمل بلل کېږي او له شمالي وزیرستانه د پارلېمان غړي محسن دواړ څو ځلې په قامي اسمبلۍ کې د وينا پر وخت ويلي وو چې د پاکستان پولیس هم د پوځ پر امنيتي پالیسيوو نيوکې کوي او اعتبار پرې نه لري.

د پاکستاني پوځ ویاند میجر جنرل احمد شریف د اپرېل پر ۲۵مه وویل چې دا وخت په هغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد تر ۷۰ زیات لوی او واړه عملیات روان دي.

د پاکستان پوځ همېش دریځ لري چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې ډيره قرباني ورکړې او د وسلوالو پر ضد بې توپيره کاروايي کوي. د پاکستان پوځ او حکومت د اپرېل پر ۱۴مه د ملي امنيت د کمېټې په غونډه کې ويلي ول چې د وسلوالو پر ضد به هدفي عمليات کوي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG