د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې په وسلوال بريد کې ۱ کس وژل شوی دی


باجوړ کې د امنیت پر ځای کولو لپاره په وار وار ولسي غونډې شوې دي. پخوانۍ انځور.
باجوړ کې د امنیت پر ځای کولو لپاره په وار وار ولسي غونډې شوې دي. پخوانۍ انځور.

د خیبر پښتونخوا د باجوړ عنایت کلا بازار کې وسلوالو يو کس په ډزو وژلی او بل یې زخمي کړی دی.

د باجوړ پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې په ګول مارکېټ کې د اپرېل پر ۱۸مه وسلوال بريد کې ۲۰ کلن معاذ وژل شوی او ۱۸ کلن شاه حسين ټپي شوی دی.

د معاذ پلار مفتي بشير احمد هم د تېر کال (۲۰۲۲ز) په اپرېل میاشت کې د روژې پر ۲۷مه وژل شوی وو. نوموړی د جمعيت علمای اسلام (ف) غړی وو. د هغه تر وژنې وروسته د دې ګوند غړو احتجاجونه کړي ول.

په باجوړ کې د اپرېل پر نهمه هم د نامعلومو وسلوالو په برید کې د جماعت اشاعت والسنت یو ځایي مشر او د ديني مدرسې مهتمم مولانا ګل نصیب وژل شوی او یو بل ملګری یې ژوبل شوی وو. تر اوسه چا د دې بريدونو ذمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG