د لاسرسي ځای

تازه خبر

فایق: افغانستان کې د پخوانيوو افغان سرتېرو هدفي وژنې روانې دي


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دايمي استازی، نصیر فایق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دايمي استازی، نصیر فایق

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیر احمد فایق ویلي، د مخکینیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هدفي وژنې روانې دي.

نوموړي د اپرېل پر ۱۶مه پر ټوېټر په جلال‌ اباد ښار کې د پرځول شوي جمهوري نظام د افغان ځانګړو ځواکونو د یوه غړي د وژل کېدو په غبرګون کې د پوښتنې په ډول لیکلي: "د طالبانو عمومي بخښنه چېرې ده؟"

پخوانی افغان سرتېری ریاض احمدزی درې ورځې وړاندې د ننګرهار په جلال‌ اباد ښار کې د خپل کور مخې ته وژل شوی وو. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د اپرېل پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې عمومي بخښنه عملي شوې او هېڅوک یې د سرغړونې حق نه ‌لري.

د طالبانو د حکومت پر دې ادعا سربېره، تېر کال د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل رپورټ کې ويلي ول چې طالبانو ځيني پخواني افغان سرتيري وژلي دي.

دې سازمان زیاته کړې وه چې واک ته تر رسېدو وروسته د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیات کسان یا له محکمې پرته اعدام کړي او یا یې په جبري توګه ورک کړي دي. طالبان دا ردوي.

XS
SM
MD
LG