د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بونېر کروندګر وايي بې وخته بارانونو یې په غنمو کې سرخی لګولی دی


د زراعت محکمه وايي په غنمو کې د سرخي لګېدو بنيادي وجه بې وخته او زیات بارانونه دي.
د زراعت محکمه وايي په غنمو کې د سرخي لګېدو بنيادي وجه بې وخته او زیات بارانونه دي.

د خیبر پښتونخوا د بونېر کروندګر وايي بې وخته او ډېرو بارانونو یې د غنمو فصل ته دومره زیان رسولی دی چې نیم لا هم نه دي پاتې شوي.

د بونېر د مندڼ تحصيل اوسېدونکي او د کروندګرو د اتحاديې مشر شمشير باچا د اپرېل پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې د بونېر په زیاتره سیمو کې د غنمو په فصل مرض لګېدلی دی.

دی وايي، " زموږ په مندڼو کې سرخی مرض ورته وايي، دا په غنمو لګېدلی دی او د غنمو وږی خلاص شوي دي، او اوبه پکې درېږي او دانې یې خرابېږي."

شمشېر باچا زیاته کړه چې که د بارانونو لړۍ هم داسې روانه وه او ورسره سیلۍ راغله نو غنم به داسې شي چې د فصل اخیستو پر وخت به دانې پکې نه وي.

د بونېر د بل تحصيل ګاګره یو کروندګر انور شير وايي د سیمو خلک یې هر کال په زرګونه منه غنم اخلي خو سږکال یې بارانونو فصل ته ډېر زیان رسولی دی.

نوموړي‌ مشال راډیو ته وویل، " ټول غنم تک سره شوي دي او اوبه پکې ولاړې دي، او باران اوس هم ورېږي، ټول بونير لکه سلارزي، ډګر، چمله، مندڼ، چغرزي او ګاګره په دې کې ډير بارانونه وشو."

کروندګر وايي، حکومت باید له دوی سره مرسته وکړي او په غنمو د داسې مرضونو د لګېدو مخنیوي لپاره لارې چارې ولټوي.


د بونېر د زراعت محکمې مشر عدالت خان وايي چې دوی کروندګرو ته پر وخت مشورې ورکړې وې چې په غنمو د سرخي لګېدو مخنیوي لپاره دې دوایانې وکاروي.

ده وویل، "په بازار کې د دې لپاره بېلا بېلو دوایانې شته، که کروندګر په ترتیب سره سپرې وکړي‌ نو دا د دې مرضونو مخه نیول کېدای شي خو که پر وخت او په ترتیب سپرې ونه شي‌ نو بیا تاوان کوي."

عدالت خان وویل چې په غنمو د سرخي لګېدو بنيادي وجه بې وخته او زیات بارانونه دي خو بیا هم که اړوند دوایانې پر وخت او په سمه توګه وکارول شي نو کروندګر له تاوانه ځان ساتلای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په زیاتره سیمو کې له تېرو شاوخوا دوو اونیزو زیات بارانونه شوي او لا هم روان دي.

د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې هم زیاتو بارانونو او ږلۍ غنمو او نورو د وخت فصلونو ته خورا زیات زیان رسولی دی.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG