د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان طالبان دعوه کوي چې کابل کې يې د داعش وسلوالې ډلې يو مشر وژلی


د افغان طالبانو امنيتي سرتېرو د فبرورۍ پر ۱۴مه هم په کابل کې د داعش پر يوه پټنځای چاپه وهلې وه ـ عکس له ارشېفه
د افغان طالبانو امنيتي سرتېرو د فبرورۍ پر ۱۴مه هم په کابل کې د داعش پر يوه پټنځای چاپه وهلې وه ـ عکس له ارشېفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دعوه کوي چې په کابل کې یې د داعش خراسان څانګې عملیاتي مشر وژلی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ پر ۲۷مه ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل چې د کابل د خیر خانې په ذاکرین ښارګوټي کې يې د فبرورۍ ۲۶مې د شپې په عملياتو کې د داعش دوه غړي وژلي دي.

د مجاهد په خبره، په وژل شویو کې د قاري فاتح په نوم د داعش یو مهم مشر، چې په وروستیو کې يې د دې ډلې امنیتي او عملیاتي چارې مخ ته وړلې، هم شامل دی.

نوموړې دعوه کړې چې په کابل کې پر بهرنیو ډپلوماټېکو استازولیو، جوماتونو او نورو اهدافو د داعش بریدونه هم د قاري فاتح په مستقیمه قومانده ترسره شوي ول.

داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو که څه هم ټینګار کړی چې د داعش خراسان څانګې د بریدګرو په وړاندې عملیات کوي او د ځپلو وړتیا یې لري خو دې ډلې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

په کابل کې د چین، روسيې او پاکستان پر سفارتونو بریدونه، چې پکې د بهرنیو ډپلوماټانو په شمول ګڼو افغانانو ته هم مرګژوبله اوښتې، د داعش د حملو دبېلګو په توګه يادېږي.

XS
SM
MD
LG