د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد عدالت جنرال امجد شعيب په جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارلی


جنرال امجد شعیب ملک د فبرورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې ونيول شو. پخوانی انځور
جنرال امجد شعیب ملک د فبرورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې ونيول شو. پخوانی انځور

د اسلام اباد عدالت په ولس کې د حکومتي ادارو ضد د "کرکې خورولو" په تور نيول شوی د پاکستان پوځ پخوانی چارواکی لېفټينېنټ جنرل امجد شعیب د درې ورځو لپاره په جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارلی دی.

نوموړی د فبرورۍ پر ۲۷مه سهار مهال پوليس په اسلام اباد کې نيولی وو. د پاکستان ډان ورځپاڼه ليکي چې د امجد شعيب پرضد د اسلام اباد په رمنا پوليس تاڼه کې د درج شوې مقدمې (اېف ای تر) نقل يې ترلاسه کړی چې مجسټرېټ اوېس خان د فبرورۍ پر ۲۵مه دایره کړې ده.

په اېف ای ار کې پر امجد شعيب تور پورې شوی دی چې هغه د پاکستان بول ټېلېويژن په يوه خپرونه کې داسې څرګندونې کړې چې د سرکاري ملازمين او اپوزیشن ترمینځ "کرکه" خوروي.

په اېف ای ار کې ويل شوي چې امجد شعيب د پاکستان تحریک انصاف له خوا د جېل بهرو تحریک (زندانونو ډکولو) په اړه وويل چې دا ټاکل شوی هدف نه شي ترلاسه کولی او تحریک انصاف ته يې د يوې "بلې تګلارې جوړولو" مشوره ورکړه. د مجسټرېټ په وينا، امجد شعيب وويل چې بله تګلاره دا کېدای شي چې د مثال په توګه "خلک سرکاري دفترونو ته له تګ څخه راوګرځول شي."

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د فبرورۍ پر ۲۲مه د زندانونو ډکولو تحریک پيل کړی دی او ویلي يې دي چې دا به په پنجاب او خيبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو د انتخاباتو نېټې تر اعلان پورې روان وي. تر هغې راهيسې د تحریک انصاف يوشمېر سیاستوالانو او غړيو ګرفتارۍ ورکړې دي.

تر نيول کېدو وروسته امجد شعیب د اسلام اباد په ډسټرکټ اېنډ سېشن کورټ کې د جوډېشل مجسټرېټ عباس شاه عدالت ته وړاندې کړل شو. پر دې موقع د مقدمې پلټونکې افسر او څارنوال عدنان در پخواني جنرال پرضد د دایر شوي اېف ای ار متن واورولی او و يې ويل چې د د لګېدلو قانوني دفعو له مخې هغه ته له پینځو څخه تر اوو کالونو پورې سزا ورکول کېدای شي.

ده له عدالت څخه خواست وکړ چې امجد شعيب دې د اوو ورځو لپاره په جسماني ريمانډ پوليسو ته د سپارلو امر وکړي، خو د پخواني جنرال وکيل مدثر خالد عباسي د دې مخالفت وکړ او و يې ويل چې دا مقدمه "سياسي انګېزه" لري.

نوموړي زیاته کړه چې امجد شعيب تر "نن ورځې پورې داسې هيڅ کار نه دی کړی چې له کبله يې هېواد ته زیان رسېدلی وي." هغه غوښتنه وکړه چې عدالت باید جاج واخلي چې په رښتیا هم هغه يو جرم کړی دی؟ او که قاضي فکر وکړي چې موکل يې هیڅ جرم نه دی کړی نو بیا يې باید له تورونو څخه پاک وګرځوي.

عدالت د دواړو غاړو د دلیلونو اورېدلو وروسته امجد شعیب د درې ورځو لپاره په جسماني ريمانډ پوليسو ته وسپاره او امر يې وکړ چې د مارچ پر دويمه نېټه دې بیا عدالت ته حاضر کړل شي.

XS
SM
MD
LG